د هېواد د پنځو زونونو په کچه د پنځو لوبډلو ترمنځ د شپږيزې په نوم د كركټ سياليو پايلوبه د مس عينک اتلانو په ګټه پاى ته ورسېده. دا لوبه، چې پرون د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې ترسره شوه، پچه يې د مس عينک اتلانو لوبډلمشر وګټله او لومړى يې خپله توپ وهنه پيل كړه.
د هېواد د پنځو زونونو په کچه د پنځو لوبډلو ترمنځ د شپږيزې په نوم د كركټ سياليو پايلوبه د مس عينک اتلانو په ګټه پاى ته ورسېده.
دا لوبه، چې پرون د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې ترسره شوه، پچه يې د مس عينک اتلانو لوبډلمشر وګټله او لومړى يې خپله توپ وهنه پيل كړه.
د مس عينک اتلانو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د بند امير ښامارانو لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ، خو د بند امير ښامارانو ورکړل شوى هدف بشپړ نه کړاى شو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره سيالي د مس عينک اتلانو په ګټه وبايلله.
د سيالۍ غوره لوبغاړى ګلبدين نايب ونومول شو.
د شپږيزې سياليو غوره توپ اچوونکى روښان بارکزى، غوره توپ وهونکى نور علي ځدراڼ، ځوان لوبغاړى حضرت الله او د سياليو غوره لوبغاړى ګلبدين نايب ونومول شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


