د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، د افغانستان د ټاكنو د پايلو څرګندېدل حياتي اهميت لري، خو داسې پايلې، چې د ده په وينا، دواړه کانديدان او افغانان يې ومني.
د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، د افغانستان د ټاكنو د پايلو څرګندېدل حياتي اهميت لري، خو داسې پايلې، چې د ده په وينا، دواړه کانديدان او افغانان يې ومني.
راسموسن پرون په بروکسل کې خبريالانو ته وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېږي، دوى به له دغه هېواد سره د اړيکو يو نوى باب پرانيزي.
د هغه په وينا، دوى له راتلونکي ميلادي کال څخه په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکاريو نوى ماموريت پلان کړى او هغه مهال به په عمل کې دغه ماموريت پيل شي، چې ورته قانوني چوکاټ ترلاسه کړي.
ټاكل شوې ده، چې د ناټو تړون مشران د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د بريتانيا په وېلز ښار کې غونډه پيل کړي، چې د نورو نړيوالو مسايلو په ګډون به د افغانستان پر وضعيت هم خبرې په کې وشي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د ناټو جوړېدونکې غونډې ته بشپړ چمتووالى لري او تر وروستۍ شېبې به هم د ټاكنو پايلې ته منتظر پاتې شي، خو که نتيجه معلومه نه شي، د افغانستان په استازيتوب به د دفاع وزير بسم الله محمدي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

