ads

د نوي جمهور رئيس لوړه: وبه شي كه نه!؟

د لانجمنو انتخاباتو د رايو د تفتيش بهير داسې ذهنيت عام كړى چې هره ګړۍ ترې د يو نوي بحران او سياسي كړكېچ د رامنځته كېدو اټكل كېږي. له همدې كبله اوس چې جمهور رئيس كرزي د وږي پر ۱۱مه د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو پر انعقاد ټينګار كړى او د ټاكنو […]

نویسنده: TKG
11 وږی 1393
د نوي جمهور رئيس لوړه: وبه شي كه نه!؟

د لانجمنو انتخاباتو د رايو د تفتيش بهير داسې ذهنيت عام كړى چې هره ګړۍ ترې د يو نوي بحران او سياسي كړكېچ د رامنځته كېدو اټكل كېږي. له همدې كبله اوس چې جمهور رئيس كرزي د وږي پر ۱۱مه د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو پر انعقاد ټينګار كړى او د ټاكنو په كمسيون كې هم د

د لانجمنو انتخاباتو د رايو د تفتيش بهير داسې ذهنيت عام كړى چې هره ګړۍ ترې د يو نوي بحران او سياسي كړكېچ د رامنځته كېدو اټكل كېږي.

له همدې كبله اوس چې جمهور رئيس كرزي د وږي پر ۱۱مه د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو پر انعقاد ټينګار كړى او د ټاكنو په كمسيون كې هم د مشكوكو رايو د ابطال كار پيل شوى، يو ځل بيا باورونه راټوکېدلي چې شايد د نوي جمهور رئيس انتخاب او د لوړې مراسم د كومې نوې انتخاباتې لانجې ښكار او له ځنډ سره مخ شي.

دا په داسې حال كې ده چې نړۍ په تمه ده، څو نوى افغان جمهور رئيس د وږي په ۱۴مه په انګلستان كې د ناټو په سرمشريزه كې برخه واخلي، خو جمهور رئيس كرزي چې په دې اړه هر څومره ټينګار كړى، نو ليدل كېږي چې پروسه به تر دغې نېټې كومه نتيجه ور نه كړي. ځكه د ټاكنو كمسيون وايي چې تر دې دمه يې له اويا فيصدو زياتې رايې څېړلي او تر ټاكلې نېټې يې د بشپړتيا امكان هم شته، خو د مشكوكو رايو د ابطال پروسه په دې حد كې ده چې هره شيبه په كې د يوې نوې لانجې د راپورته كېدو امكان شته.

اوس د منتقدينو باورونه داسې دي چې كه په ټاكلې نېټه نوى جمهور رئيس لوړه وكړي؛ نو ښه ده، خو كه دا كار ونه شي، افغانستان د انګلستان په ويلز كې د ناټو د مهمې سرمشريزې په ناسته كې له ګډون محرومېږي او حتى له نړيوالو سره د اړيكو په تازه كولو كې اوږده موده شاته پاتې كېږي.

په دې ناسته كې د نوي افغان جمهور رئيس ګډون له دې كبله هم مهم دى چې دا سرمشريزه غواړي پر دې بحث وكړي چې د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان څومره نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

په دې اړه كانديدان يوازې خبرې او هوكړې ته د رسېدو افواهات خپروي، خو زيات فشار د ټاكنو پر كمسيون وارد دى، دا كمسيون شپه او ورځ كار كوي چې د رايو د تفتيش بهير له كومې لانجې او اختلاف پرته بشپړ كړي، مګر له دې يې هم وېره ښودلې چې يوازې د يوې ورځې ټاكنيز كړكېچ او د تفتيش ځنډ ټولې هڅې په اوبو وړلى او له ولس سره د نوي جمهور رئيس د لوړې په اړه ترسره شوې وعدې دروغ ثابتولى شي.

كارپوهان او دولت همدا نارې وهي چې انتخاباتي لانجې حكومتي او اقتصادي نظام په ټپه ولاړ حالت ته ورنږدې كوي او جمهور رئيس كرزي تېره اوونۍ د خپلو مرستيالانو په ګډون د همدې اندېښنو پر اساس دواړو كانديدانو سره جدي غونډه هم وكړه.

خو د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند سید اقا فاضل سنچارکي له دغې غونډې وروسته رسنيو ته وويل چې له دواړو کاندیدانو سره د جمهور رئيس کرزي په کتنه کې د لوړې د مراسمو د ورځې په اړه کومه پرېكړه نه ده شوې: (( ډاکټر عبدالله د لوړې  د مراسمو د ورځې د ټاکلو لپاره ټول شرایط د رایو په تفتیش او تخنیکي پرمختګ پورې تړلي بولي. دا پرمختګ که لس یا کمې او زیاتې ورځې نیسي، د تفتیش په وضعیت پورې اړه لري، خو په دې اړه خبرې کومې خاصې نتیجې ته نه دي رسیدلي.))

د سانچاركي له خبرو دا هم په ډاګه كېږي چې د رايو د ابطال بهير بشپړول كومه اسانه خبره نه ده، خو رويټرز اژانس سره د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې وياند مجيب الرحمن رحيمي خبرې دا په ډاګه كوي چې په هر صورت د لوړې د مراسمو نېټه له ځايه خوځېدونكې ده.

دى وايي، د ملي حكومت پر جوړولو خبرې روانې دي او د دواړو ډلو استازي هڅه کوي چې اختلاف کم يا ګډ دریځ خپل کړي، خو په وينا يې چې دواړه ټیمونه د دوو بېلابېلو فلسفو استازیتوب کوي: (( ډاډه نه يم چې نوى جمهور رئيس به د ارګ او سپېنې  ماڼۍ له تمې سره سم په ټاكلې نېټه لوړه وكړي.))

د اشرف غني احمدزي د ټيم غړى داوود سلطان زوى بيا  پر هماغه ټكي ټينګار كوي چې جمهوري رياست او سپېنې ماڼۍ ترې لا له وړاندې كرښه تاوه كړې.

دى كه څه هم د تل په څېر د خپل ټيم د نيولي دريځ په دوام له مخالف ټيم څخه د همكارۍ غوښتنه كوي، خو دا غوښتنه داسې ده چې  د خلكو شكونه هم ورپورې تړلي دي.  دى وايي: (( د لوړې موضوع په سیاسي او تخنیکي موضوعاتو پورې اړه لري چې د دواړو انتخاباتي ټيمونو له لوري په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې شته او هیله ده چې د ځانګړي تفتیش لپاره دا پروسه چټکه شي تر څو وکولای شو د لوړې لپاره ټاكلى تقویم مراعت کړو.))

خو د چارو كارپوه اجمل كريمزاده بيا وايي، د رايو د ابطال پروسه به وخت نيسي يا نه، خو دى د نورو افغانانو په څېر اندېښمن دى چې د ملي وحدت د حكومت پر څرنګوالي به اوږده بحثونه د لوړې د مراسمو نېټه خامخا له ځايه بدله كړي: (( زه چې څومره معلومات لرم، دواړه ټيمونه د ملي وحدت د حكومت د رامنځته كولو لپاره د مذاكرتو د مېز ترشا له دې دليل سره كېني چې دوى ګټونكي او مخالف ټيم ته په حكومت كې د ونډې وېش كوي، يعنې دواړه ټيمونه خپل كانديد بريالى ګڼي، حال دا چې په دې برخه كې اشتباه روانه ده او د واك پر سر د  يوې بلې اوږدې ناندرۍ د راپورته كېدو خطر لا له منځه نه دى تللى.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA