د افغانستان لپاره تېر ديارلس کلونه داسې وو چې د هېواد په کچه د يو شمېر نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو ترڅنګ يې د مدني هڅو پيل او چټک پرمختګ هم پاموړ و.
د افغانستان لپاره تېر ديارلس کلونه داسې وو چې د هېواد په کچه د يو شمېر نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو ترڅنګ يې د مدني هڅو پيل او چټک پرمختګ هم پاموړ و.
په پکتيا کې هم د نورو ولايتونو په څېر ګڼ شمېر فرهنګي او مدني ټولنې ايجاد شوې چې ځينو يې ارزښتمنې ټولنيزې او مدني چارې هم تر سره کړې، خو ځينې يې يوازې تش په نوم بلل کېږي.
د چارو شنونکي په دې اند دي چې مدني ټولنو د ۱۳ کلونو په اوږدو کې اوږده مزلونه ووهل او هغه څه چې د دوی د مسووليتونو اړوند کېدل، ترسره شول.
د حکومتدارۍ د ښه والي لپاره غونډې او لاريونونه، د رسنيو پياوړتيا او د عامه پوهاوي پروګرامونه د مدني ټولنو فعاليتونه وو چې يو شمېر کار پوهان يې ښه ارزوي.
د دې تر څنګ د ولسواکۍ او ټاکنو په اړه د ولسي خلکو په پوهولو کې مدنې هڅې بارزې ثابتې شوې.
د پکتيا پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد خالد احمد حبيب په همدې اند دی چې په افغانستان کې مدني ټولنو د خلکو د فکري روڼتيا، د حقونو او قوانينو په برخه کې د عامه پوهاوي، د رسنيو په پياوړتيا او همدارنګه په نورو خوځښتونو کې خپل مسووليتونه ادا کړل.
دی وايي، د خلکو د شعور او فکر د کچې په لوړاوي کې مدني ټولنو ارزښتمن رول لرلی دى: (( رسنيو او مدني ټولنو په افغانستان کې مثبت بدلون راوستی، خلک يې په دې پوهولي چې تاسې څوک يئ او څه حقوق لرئ؟!، هغه رول چې مدني ټولنو په دې بهير کې لرلی، په تېر تاريخ کې يې ساری نشته.))
ليکوال او ژروناليست نيازالله اصيل ځاځی بيا ګيله من دی او وايي چې مدني هڅو يوازې تجارتي او د ګټې وټې بڼه لرله.
دی وايي، په دې برخه کې چې څومره خوشبيني وه، هسې پرمختګ ونه شو: (( په کار وه چې مدني ټولنو د خلکو په ژوند کې مثبت تغيرات راوستي وای، حکومتداري يې تقويه کړې وای خو فعاليت يې له توقع سره سم ونه خوت، خو بيا هم په دې برخه کې ډېر پرمختګ وشو.))
نوموړی زياتوي، ځينې مدني ټولنې په دې موخه ايجاد شوې چې پروژې پرې واخيستل شي او د ګټې وټې يوه لاره پرې جوړه کړي، حال دا چې د مدني ټولنو مسووليتونه خورا لوی او سپېڅلي دي.
په پكتيا ولايت كې دا وخت ګڼ شمېر ټولنې په بېلابېلو نومونو فعاليت لري.
د دې ولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس محمد شفا مشفق وايي، د ځينو ټولنو هڅې يوازې تر نومونو را محدودې دي.
د هغه په وينا، په پکتيا کې له دېرشو زياتې مدنې ټولنې فعاليت لري چې کم شمېر يې په ولسواليو او نورې يې په مرکز ګردېز کې فعالې دي.
مشفق وايي:(( موږ په مرکز ګردېز او ځينو ولسواليو کې ۳۶ مدني او فرهنګي ټولنې لرو خو د ځينو فعاليتونه يوازې د نومونو مشهورول دي، نور هېڅ هم نه کوي خو ځينې بيا داسې دي چې د خلکو ډېرې ستونزې يې هواري کړې دي، له حکومت سره يې اړينې مرستې کړې دي.))
مشفق زياتوي چې مدني ټولنو د ټاكنو او ډيموکراسۍ په برخو کې ارزښتمن کارونه وکړل:(( د عامه پوهاوي غونډې او ناستې تر ډېره د مدني ټولنو له لوري ترسره کېدې.))
په پکتيا کې د مدني خوځښتونو په لړ کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د رسنيو پياوړتيا، د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره د ورکشاپونو دايرېدل، د حکومتدارۍ د ښه والي په هدف غونډې او ناستې، د خلکو او حکومت ترمنځ همغږي راوستل او نورې چارې شاملې دي، خو دا هر څه د مدني ټولنو شمېر او ښو فرصتونو ته په کتو کم دي.
په کار وه چې په پکتيا کې هم د ځينو نورو ولايتونو لكه ننګرهار، هرات، بلخ او پايتخت کابل په څېر مدني حرکتونو د خلکو په ژوند کې پاموړ مثبت تغيرات راوستي وای، خو دلته د دوى په شتون کې د خلکو ارمانونه تر ډېره نيمګړي پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

