ads

د ماشومانو له حقونو څخه د كليد او يونيسف ملاتړ

تېرې ديرش كلنې جګړې نه يوازې د هېواد اقتصادي بنسټونه ونړول، بلكې افغانې ښځې او ماشومان يې هم له مهمو قربانيانو څخه وو. اسناد په ډاګه كوي چې په دې لړ كې د جګړې زيات منفي اثرات په ماشومانو پرېوتي او لا هم  كورنۍ بې وزلي، خپلو اساسي حقونو ته د ماشومانو نه تېرې ديرش […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1393
د ماشومانو له حقونو څخه د كليد او يونيسف ملاتړ

تېرې ديرش كلنې جګړې نه يوازې د هېواد اقتصادي بنسټونه ونړول، بلكې افغانې ښځې او ماشومان يې هم له مهمو قربانيانو څخه وو. اسناد په ډاګه كوي چې په دې لړ كې د جګړې زيات منفي اثرات په ماشومانو پرېوتي او لا هم  كورنۍ بې وزلي، خپلو اساسي حقونو ته د ماشومانو نه

تېرې ديرش كلنې جګړې نه يوازې د هېواد اقتصادي بنسټونه ونړول، بلكې افغانې ښځې او ماشومان يې هم له مهمو قربانيانو څخه وو.

اسناد په ډاګه كوي چې په دې لړ كې د جګړې زيات منفي اثرات په ماشومانو پرېوتي او لا هم  كورنۍ بې وزلي، خپلو اساسي حقونو ته د ماشومانو نه لاسرسى، د پردي وطن دربدرۍ، ناسم چلند، درانه او شاقه كارونه او صحي خدمتونو ته نه لاسرسى هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي. خو په عين حال كې يوازنۍ  را پاتې وسيله چې د افغان ماشومانو فرياد نړيوالو ته رسوي، رسنۍ دي.

كليد ګروپ د يوې معتبرې رسنيزې ادارې په توګه په تېره څه باندې یوه لسیزه كې هڅه كړې چې د افغان ماشومانو د ظرفيت لوړونې په خاطر د ځينو پروګرامونو د پلي كولو له لارې خپل مهم رسنيز مسووليت ادا كړي.

په دې اړه د كليد ګروپ تازه هڅه دا ده چې له يونيسيف سره به د يوې ګډې موافقې له مخې د افغان ماشومانو د ژوند د وضعيت ښه كېدو او د هغوى له حقونو څخه د ملاتړ لپاره مبارزه لا په خلاص مټ پر مخ وړي.

په دې اړه د افغانستان لپاره د بشري او انكشافي خدمتونو د ادارې رئيسه نجيبه ايوبي چې په عين حال كې د دغې ادارې تر چتر لاندې د كليد ګروپ مشري هم په غاړه لري، وايي چې كليد ګروپ د افغان ماشومانو د وضعيت په اړه راپور ورکول په خپلو لومړيتوبونو كې شمېرې: ((كليد وياړي چې دا مياشت له يونيسف سره په داسې مورد موافقه لاسليكوي چې تر دې دمخه هم د ماشومانو د حقونو په برخه كې د كليد ګروپ لپاره د تشويش وړ مسئله وه، كليد په خپلو چاپي او برېښنايي رسنيو كې له كلونو راهيسې د ماشومانو د حقونو په اړه د پوهاوي، د هغوى له حقونو څخه د ميندو او پلرونو د خبرولو، لپاره ګڼ پروګرامونه په خپله خپرنيزه تګلاره كې ځاى كړي او په دې اړه يې كار كړى دى، په دې لاره كې د خوشالۍ ځاى دى چې له يونيسيف سره يو ځاى ګام پورته كوو، دا زموږ لپاره د وياړ خبره ده چې تر دې دمخه مو هم له يونيسف سره ځانګړي پروګرامونه پلي كړي، اوس د هماغو همكاريو په دوام لكه څنګه چې د يونيسف ادارې معاون صيب وويل دا لړۍ به د ۲۰۱۴ تر پایه او له هغې وروسته هم دوام پيدا كړي. او دا د كليد لپاره يو غوره فرصت دى.))

بلخوا د افغانستان لپاره د يونيسف استازي ډاكټر ال ان بالاجي هم د كليد ګروپ فعاليتونه وستايل او زياته يې كړه، دوى باور لري چې د ماشومانو د حقونو په ساتنه كې د يونيسف او كليد ګروپ هلې ځلې بې ځايه نه وې، بلكې د افغان ماشومانو د ژوند د ښه كولو په برخه كې يې پوره ګټه كړې ده.

نوموړي د افغان ماشومانو د وضعيت د څېړلو په برخه كې د رسنيو دقيقه خبر رسونه د ماشومانو د ژوند په ښه كېدو او د هغوى د مشكلاتو د حل په لاره كې ګټوره وبلله او زياته يې كړه: (( خوشاله يم چې په همدې مناسبت د يونیسف په استازيتوب د افغانستان لپاره د بشري او انكشافي خدمتونو له ادارې يا كليد ګروپ سره چې په هېواد كې ګڼې راډيويي څانګې لري او خلكو ته ګټورې خپرونې وړاندې كوي، د كار يوه ګډه موافقتنامه لاسليكوم. موږ په دې باور يو چې دا ګډه همكاري به د ماشومانو د حقونو په اړه د خبر رسونې برخه لا تقویه كړي، د هغوى حقونو ته به د تحقق لار اواره كړي او مهمه دا چې د ماشومانو لپاره به د اجتماعي خدمتونو لكه روغتيا او نورو برخو كې د امكاناتو زمينه مساعده كړي، د ماشومانو د حقونو په اړه خبر رسونه يو داسې قوه ده چې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه نيسي او له هغوى څخه د منفي استفادې لارې تړي.))

كليد ګروپ دا مهال د كابل كليد راډيو په شمول په يو شمېر لويو ولايتونو لكه هرات، بلخ، كندهار، ننګرهار، خوست، غزني، نيمروز، بغلان او كندوز كې سيمه ييزې راډيوګانې او نشرات لري، دغه راز د كليد او مرسل اوونيزې هم د كليد ګروپ اړونده هغه چاپي رسنۍ دي چې د تاسيس له ورځې تر ننه د ماشومانو او ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه كې هلې ځلې كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA