د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د شپږيزې په نوم د کرکټ سياليو په لړ كې پرون د بند امير ښامارانو د مس عينک اتلانو ته ماتې ورکړه او د آمو نهنګانو كه څه هم د سپين غر زمرىانو لخوا ماتې وخوړه، خو د كركټ د قوانينو له مخې يې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

لومړۍ لوبه، چې د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ وه، پچه يې د بندامير ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وکړه.
د بند امير ښامارانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د مس عينک اتلانو ته د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ ، خو مس عينک ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او د سيالۍ په ۱۶ام اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې جوړې كړې.
دويمه سيالي د سپين غر زمريانو او آمو نهنګانو ترمنځ وه، پچه يې د آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د سپين غر زمريان يې توپوهنې ته راوبلل.
د سپين غر زمريانو په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د آمو نهنګانو ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ، كه څه هم د آمو نهنګانو ورکړل شوى هدف بشپړ نه کړاى شو، خو د کرکټ نړيوالې شورا د ټاکل شويو قوانينو پر بنسټ يې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
نن به دوه نيمه پايلوبې ترسره شي، لومړۍ نيمه پايلوبه به د مس عينک اتلان د بست ساتونکو په وړاندې ترسره كړي او په دويمه نيمه پايلوبه كې به د بند امير ښاماران د آمو نهنګانو سره د لوبې ډګر ته ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ