ads

عمران خان د پاکستان نورو ښارونو ته د خپلو لاريونونو د غځولو اعلان وکړ

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد لاريونونه په پينځلسمه ورځ هم دوام لري او د تحريك انصاف ګوند مشر عمران خان د دې هېواد کراچۍ، ملتان، لاهور او فيصل اباد ښارونو ته هم د خپلو احتجاجي لاريونونو د غځولو اعلان وکړ. د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد […]

نویسنده: TKG
8 وږی 1393
عمران خان د پاکستان نورو ښارونو ته د خپلو لاريونونو د غځولو اعلان وکړ

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد لاريونونه په پينځلسمه ورځ هم دوام لري او د تحريك انصاف ګوند مشر عمران خان د دې هېواد کراچۍ، ملتان، لاهور او فيصل اباد ښارونو ته هم د خپلو احتجاجي لاريونونو د غځولو اعلان وکړ.

که څه هم د جمعې په ورځ د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په غوښتنه د نواز شريف د حکومت او مخالف سياسي ګوند تحريک انصاف ترمنځ يو ځل بيا مذاکرات وشول، خو دا هم د تېرو مذاکراتو په څېر بې نتيجې پاى ته ورسېدل.

د حکومت د مذاکراتي ټيم غړي او د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار تر مذاکراتو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې حکومت يې د عمران خان ټولې غوښتنې منلي، خو د لومړي وزير نواز شريف او د پنجاب ايالت د والي شهباز شريف د استعفا غوښتنه د قانون خلاف ده او هېڅ  جواز نه لري.

د حکومت او تحريک انصاف ګوند د مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته عمران خان خپلو پلويانو ته په وينا کې اعلان وکړ، چې د دوى پلويان به د پاکستان په څلورو سترو ښارونو کراچۍ، لاهور، ملتان او فيصل اباد کې هم د حکومت ضد پراخ لاريونونه پيل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA