ads

د مس عينک اتلانو د سپين غر زمريانو او د بوست ساتونکو د آمو نهنګانو ماتې ورکړه

په كابل كې د شپږيزې په نوم د كركټ د شل اوريزو سياليو په لړ كې تېره ورځ د مس عينک اتلانو د سپين غر زمريان او د بوست ساتونکو د آمو نهنګان مات کړل. په كابل كې د شپږيزې په نوم د كركټ د شل اوريزو سياليو په لړ كې تېره ورځ د مس […]

نویسنده: TKG
8 وږی 1393
د مس عينک اتلانو د سپين غر زمريانو او د بوست ساتونکو د آمو نهنګانو ماتې ورکړه

په كابل كې د شپږيزې په نوم د كركټ د شل اوريزو سياليو په لړ كې تېره ورځ د مس عينک اتلانو د سپين غر زمريان او د بوست ساتونکو د آمو نهنګان مات کړل.

په كابل كې د شپږيزې په نوم د كركټ د شل اوريزو سياليو په لړ كې تېره ورځ د مس عينک اتلانو د سپين غر زمريان او د بوست ساتونکو د آمو نهنګان مات کړل.

لومړۍ لوبه، چې د مس عينک اتلانو او د  سپين غر زمريانو ترمنځ ترسره شوه، پچه يې د سپين غر زمريانو لوبډلمشر وګټله او د مس عينک اتلان يې توپوهنې ته راوبلل.

د مس عينک اتلانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د سپين غر زمريانو ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ، خو د سپين غر زمريانو ورکړل شوى هدف پوره نه کړاى شو او د سيالۍ په وروستي اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې جوړې كړې.

په دويمه لوبه كې د آمو نهنګانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د بوست ساتونکو ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ، خو  د بوست ساتونکو ورکړل شوى هدف د سيالۍ په وروستي اوور کې بشپړ کړ.

نن به د بندامير ښاماران د مس عينک اتلانو او د آمو نهنګان د سپين غر زمريانو په وړاندې ولوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA