ads

قادري: نواز شريف دې په ۴۸ ساعتونو كې استعفا وركړي

که څه هم له يوې خوا په پاکستان کې د رامنځته شويو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره سياسي هلې ځلې چټکې شوي، خو له بلې خوا په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه دوام لري. که څه هم له يوې خوا په پاکستان کې د رامنځته شويو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1393
قادري: نواز شريف دې په ۴۸ ساعتونو كې استعفا وركړي

که څه هم له يوې خوا په پاکستان کې د رامنځته شويو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره سياسي هلې ځلې چټکې شوي، خو له بلې خوا په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه دوام لري.

که څه هم له يوې خوا په پاکستان کې د رامنځته شويو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره سياسي هلې ځلې چټکې شوي، خو له بلې خوا په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه دوام لري.

د حکومت د مخالف عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري تېره شپه خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ته ٤٨ ساعته ضرب الاجل وټاکه او ويې ويل، که چېرې په راروانو دوو ورځو کې له خپلې دندې استعفا او د پارلمان په ګډون ټولې اسامبلۍ منحلې نه کړي، نو بيا به د تاوتريخوالي مسووليت د هغه پر غاړه وي.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا د نواز شريف پر حکومت نيوکې وکړې او ترې ويې غوښتل، چې ژر تر ژره استعفا ورکړي او په پاکستان کې نوې ټاکنې وکړي.

عمران خان له حکومته د نواز شريف د استعفا او نويو انتخاباتو په ګډون شپږ غوښتنې کړي، حکومت يې يوازې څلور غوښتنې منلي او د لومړي وزير استعفا د قانون خلاف بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA