ads

پاکستان کې د حكومت د مخالفو سياسي ګوندونو لاريونونه دوام لري

د پاكستان پايتخت اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د حکومت د مخالفو سياسي ګوندونو پراخ لاريونونه دوام لري. د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو د وينا پر مهال يو ځل بيا له نواز شريفه وغوښتل، چې استعفا دې […]

نویسنده: TKG
3 وږی 1393
پاکستان کې د حكومت د مخالفو سياسي ګوندونو لاريونونه دوام لري

د پاكستان پايتخت اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د حکومت د مخالفو سياسي ګوندونو پراخ لاريونونه دوام لري. د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو د وينا پر مهال يو ځل بيا له نواز شريفه وغوښتل، چې استعفا دې

د پاكستان پايتخت اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د حکومت د مخالفو سياسي ګوندونو پراخ لاريونونه دوام لري.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو د وينا پر مهال يو ځل بيا له نواز شريفه وغوښتل، چې استعفا دې ورکړي، كنه دوى به د پاکستان په ټولو سترو ښارونو کې پراخ اعتصابونه پيل کړي او ورځنى ژوند به په ټپه ودروي.

نوموړي يو ځل بيا پر خپلې پخوانۍ غوښتنې ټينګار وکړ او ويې ويل، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره به تر هغې د پارلمان مخې ته ناست وي، ترڅو چې يې له نواز شريفه استعفا نه وي اخيستې.

عمران خان په پاکستان کې د پراخو اعتصابونو پيلولو اعلان وروسته تر هغې وکړ، چې حکومت يې د نواز شريف د استعفا غوښتنه رد کړه او دا يې د پاکستان د اساسي قانون خلاف وبلله.

بلخوا پرون د واکمن مسلم ليګ “ن” په ګډون د دې هېواد يو شمېر نورو سياسي ګوندونو په ځينو سترو ښارونو کې د نواز شريف او د اوسني نظام په ملاتړ لاريونونه وكړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA