د نواز شريف په مشرۍ د پاکستاني حکومت او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو پيل شوې لړۍ په ټپه ودرېده. دغه خبرې هغه مهال د ځنډ ښکار شوې، چې د عمران خان د مذاکراتي ټيم غړو يو ځل بيا خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې او ويې ويل، چې نواز شريف
د نواز شريف په مشرۍ د پاکستاني حکومت او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو پيل شوې لړۍ په ټپه ودرېده.
دغه خبرې هغه مهال د ځنډ ښکار شوې، چې د عمران خان د مذاکراتي ټيم غړو يو ځل بيا خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې او ويې ويل، چې نواز شريف دې د لومړي وزارت له څوکۍ استعفا ورکړي.
د دواړو خواوو چارواکو تېره شپه په پايتخت اسلام اباد کې وکتل او د سياسي شخړو د اواري پر لارو چارو او د متقابلو غوښتنو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عمران خان ټيم له حکومته وغوښتل، چې د حکومت لخوا د ٢٠١٣م کال د ټاکنو د شفافيت څېړنې لپاره د سترې محکمې تر نظارت لاندې د خپلواک کمېسيون پرېکړې به يوازې په دې صورت ومني، چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي.
د حکومتي ټيم غړي چوهدري محمد سرور رسنيو ته وويل،د عمران خان غوښتنې د پاکستان د اساسي قانون خلاف دي، چې له كبله يې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له کومې نتيجې پرته پاى ته ورسېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


