د کرکټ د ملي لوبـډلې كپتان محمد نبي عيسى خېل د نړۍ په پياړو لسو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړى دى. د کرکټ د نړيوالې شورا (آي سي سي) لخوا په تازه خپرو شويو معلوماتو کې راغلي، چې محمد نبي عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ د الراونډرانو په
د کرکټ د ملي لوبـډلې كپتان محمد نبي عيسى خېل د نړۍ په پياړو لسو لوبغاړو کې اتم مقام خپل کړى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا (آي سي سي) لخوا په تازه خپرو شويو معلوماتو کې راغلي، چې محمد نبي عيسى خېل د يوه ورځني کرکټ د الراونډرانو په کټګورۍ کې اتم مقام خپل کړى دى.
د آي سي سي له خوا په خپور شوي لېست کې د پاکستان محمد حفيظ لومړى، د بنګله دېش شکېب الحسن دويم او د سريلانکا متيوز درېيم مقام لري.
دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى د نړيوال کرکټ د پياوړو لوبغاړو په درجه بندۍ کې ځاى پيدا کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

