د کليو او بانډو ښځې تر ډېره دا هڅه كوي چې په لاسي امكاناتو د خپل كورني ژوند د اقتصادي ودې او د كورنۍ د غړو د هوسايي په خاطر يو اغېزمن كار وكړي .
د کليو او بانډو ښځې تر ډېره دا هڅه كوي چې په لاسي امكاناتو د خپل كورني ژوند د اقتصادي ودې او د كورنۍ د غړو د هوسايي په خاطر يو اغېزمن كار وكړي .
د پروان ولايت ښځې هم د كرنيزو محصولاتو په پروسس او لاسي صنايعو د خپل اقتصاد د پياوړتيا په خاطر كار كوي.
آزاده د پروان ولايت د كليوالي صنايعو د پراختيا د برخې اړوند د مژده په نامه د توليدي ګروپ مسووله ده چې دا ګروپ د وچو سبو د پروسس، لاسي ګنډنې او د ترشي او مربا جوړولو برخې لري .
په دې ګروپ كې ۵۰ تنه ښځې په كار بوختې دي او توليدات يې د هغو كرنيزو محصولاتو څخه دي چې پخپله ښځې ېې كري.
آزاده په پروان ولايت كې د ښځو لپاره د ښو او ګټورو كارونو د زمينو څخه يادونه كوي او وايي : (( د پروان ولايت ښځې ډېرې د ګيلم او غالۍ اوبدلو، كرنېزو محصولاتو د پروسس، كرشنيل اوبدلواولاسي ګنډنو په برخه كې په كار بوختې دي او دا هڅه كوي چې د كار په برخه كې ورځ تر بلې پرمختګ وكړي.))
نوموړې، د كليوالي صنايعو د پراختيا ملي پروګرام د كليو او بانډو ښځو لپاره ډېر ګټور بولي او په وينا يي ياد پروګرام د هغوى د توليداتو د خرڅلاو لپاره بازار پيدا كوي: (( د كار په اړوند ورته ګټور وركشاپونه جوړو او له هغو ښځو سره چې غواړي يو اقتصادي كار پيل كړي، د پور وركولو په برخه كې مرسته كو، څو وكولاي شي خپل كورنى اقتصاد پياوړي كړي.))
كه څه هم د پروان ولايت سوداګرې ښځې په پروان او كابل ولايتونو كې په جوړو شويو نندارتونونو كې ګډون كوي، خو يو شمېر ښځې بيا هند اونورو هېوادونو كې په جوړوشويو نندارتونونو كې د ګډون لپاره ځي .
آزاده چې په خپله كابل ته هم په نندارتون كې د ګډون لپاره راغلې وه او په دې خوشحاله ښكاريده چې د نندارتون له لارې د نورو ولايتونو د سوداګرو ښځو سره ېې پېژند ګلوي پيدا شوې او د يو شمېر ولايتونو لاسي صنايع ېې وپيژندل، خو د هغې له انده چې تر نورو ولايتونو د هرات ولايت ښځو د سوداګريزو چارو په برخه كې ډېر پرمختګ كړى.
نوموړې، له خپلو كاري ستونزو څخه په يادونې سره وويل: (( زموږ توليدات په تيره بيا وچ سابه او ترشي او مربا ډير مينه وال لري، خو د بسته بندي په برخه كې يې ستونزې لرو او همدې خبرې د خرڅلاو بازار سوړ كړى، ځكه نو تمه مو دا ده چې چارواكې مو دې ستونزې ته پاملرنه وكړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

