د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د نواز شريف له حکومت سره د ځنډېدلو خبرو له بېرته پيلېدو وروسته يو ځل بيا پر خپلې دې خبرې ټينګار وکړ، چې د مذاکراتو پر مېز به د نواز شريف د استعفا له غوښتنې لاس وانخلي.

عمران خان تېره شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو ته په وينا کې يو ځل بيا پر نواز شريف غږ وکړ، چې د يوه پياوړي او خوشاله پاکستان لپاره دې له خپلې دندې لرې او په پاکستان کې دې نوې او رڼې ټاكنې ترسره شي.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل، چې عمران خان دې سياسي شخړې د لارو کوڅو پرځاى د پارلمان او له قانوني لارې اوارې کړي.
د پاکستاني حکومت د يو بل مخالف ګوند عوامي تحريک مشر طاهر القادري بيا خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، دوى د مذکراتو پر مېز له حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې نواز شريف استعفا ورکړي او د پالمان په ګډون دې ټولې اسمبلۍ منحلې کړي.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو زرګونه پلويان له تېرو څو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې غونډ شوي او د نواز شريف د استعفا او د نوو ټاكنو غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ