د عراق په ديالا ولايت کې پرون د سنيانو په يوه جومات كې چاودنې ۸۸ تنه وژلي دي. د عراق امنيتي چارواکي وايي، اټکل دى، چې دغه بريد به د شيعه ګانو ملاتړو ملېشو کړى وي، ځکه چې وړاندې په يوه بريد کې شيعه ګان وژل شوي وو او
د عراق په ديالا ولايت کې پرون د سنيانو په يوه جومات كې چاودنې ۸۸ تنه وژلي دي.
د عراق امنيتي چارواکي وايي، اټکل دى، چې دغه بريد به د شيعه ګانو ملاتړو ملېشو کړى وي، ځکه چې وړاندې په يوه بريد کې شيعه ګان وژل شوي وو او شايد دا يې د غچ اخيستلو په مقابل کې کړى وي.
دا چاودنه په هغه سيمه کې شوې، چې څو ورځې مخکې يې هم واک د عراق د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې و.
خبري اژانسونه وايي، چې يو شمېر سرچينې شيعه ملېشې او ځيني نور د اسلامي دولت وسله وال په دې پېښه كې په لاس لرلو تورنوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


