په تېرو دولسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې عامو وګړوته زیان اوښتل د افغان دولت او لوېديځوالو ترمنځ د اختلاف یو اصلي ټکی شمېرل کېږي او د ظواهرو له مخې افغان جمهور رییس حامد کرزي هم له همدې کبله له امریکا او ناټو سره د امنيتي سند لاسلیک تراوسه ځنډولی دی. خو امریکايي
په تېرو دولسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې عامو وګړوته زیان اوښتل د افغان دولت او لوېديځوالو ترمنځ د اختلاف یو اصلي ټکی شمېرل کېږي او د ظواهرو له مخې افغان جمهور رییس حامد کرزي هم له همدې کبله له امریکا او ناټو سره د امنيتي سند لاسلیک تراوسه ځنډولی دی. خو امریکايي او ناټو چارواکي هيله څرګندوي چې نوی ولسمشر به دغه سند لاسلیکوي.
په دغو کلونو کې د جګړو له کبله ګڼو افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي چې يوه برخه مسوولیت يې د بهرنیو او افغان ځواکونو او د يوې برخې مسوولیت يې د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته ورګرځي.
بهرنیو ځواکونو تل تر هرې هغې پېښې وروسته چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې يې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ژمنه کړې چې په اړه به يې څېړنې کوي او په راتلونکي کې به په خپلو عملیاتو کې ډېره توجه کوي چې عامو وګړو ته زیان وانه وړي.
د دولت وسله والو مخالفانو بیا په ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې بمي چاودنو کې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي.
په هر ډول په تېرو دولسو کلونو کې ډېریو افغانانو د جګړې له کبله خورا ډېر تلفات او قربانۍ زغملي او دا هیله لري چې نړیوال له افغانستان سره په ګډه پر داسې يوې پروسې ګډ کار وکړي چې د جګړو مخه ونیول شي او افغانانو ته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي او نړیوال ځواکونه د افغانستان د کلیو په ځای د ترهګرو اصلي ځالې چې نړۍ هم پرې پوهېږي په نښه کړي.
لکه څنګه چې وويل شول ملکي تلفات په ملي او نړیواله کچه غبرګون پاروونکي مساله ګڼل کېږي او دوام يې ناورین زېږوونکې بريښي.
تېره ورځ د بښنې نړيوال سازمان په یو رپوټ کې وویل چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري په وروستيو پنځو کلونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ١١٠٠ ملکيان وژل شوي دي.
دغه راپور له ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې، په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه لس پېښې څېړلې دي.
د دې راپور له مخې، د ١٤٠ ملکيانو قضيې د بښنې نړيوال سازمان له لوري څېړل شوې، چې په کې پنځوس ماشومان او اميندوارې ښځې هم شاملې دي.
پرون په کابل کې د بښنې نړيوال سازمان د اسيا او اقيانوسيه برخې مشر ريچارد بينت، په يوه خبري ناسته کې وويل، دا چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال په پاى کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه بهر شي، نو د دوى څېړنه يوازې د بهرنيو ځواکونو له لوري ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ده.
دغه سازمان د خپل راپور په خپرولو سره هیله څرګنده کړې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه تر خپل وتو پورې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې نه اړولو په خاطر پر یو سم میکانیزم کار وکړي.
په هیواد کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمیدونکی داستان دی ، چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال څخه را پدیخوا یو ځل بیا پرته له ځنډه ادامه لري .
په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې تر سره کیږي، چې له دواړو لوریو ملکي کسانو ته د یوه میږي په اندازه هم پاملرنه نه کیږي او په ډیره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي. تر ټولو دردونکې خو بیا دا ده ، چې په څو څو واره دا تیروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق تر سره شي بسنه کیږي . په تیرو څه د پاسه پنځه دیرش کلنو جګړو کې خلک له ویرې ډکې د ژوند شپې ورځې تیروي او د هر نوي حکومت په راتلو یې د سولې او آرامۍ هیلې او آرزوګانې په زړونو کې غوټې کړې ، خو له بده مرغه بیا ډیر ژر يې دا هیلې او آرزوګانې د جګړې د نوې لړۍ له پیل سره له خاورو سره خاورې شوې.
ډېری شنونکي په دې نظر دي چې په تېرو کلونو کې ملکي مرګ ژوبلې د فاصلو رامنځته کېدلو علتونه رامنځته کړي او که چېرته دغې مسالې ته له پيله جدي پاملرنه شوې وای، نو نن به ستونزې دومره نه وې لکه چې دي. دغه کارپوهان باور څرګندوي چې د یو هدف لپاره رامنځته شوی ماموریت باید دومره دقیق وي چې د ترسره کولو په بهیر کې يې د ولس زړه راخپل شي او چې دا کار وشو، ماموریت پخپله بریاليتوب ته رسي.
د افغانانو هیله دا ده چې وروسته تر دې د دوی ژوند ته پوره توجه او د دوی د نارضایتي د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

