ads

عمران خان: نواز شريف دې تر نن ماښامه استعفا وركړي

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريك ګوندونو زرګونه پلويانو پايتخت اسلام اباد کې د دې هېواد د ملي پارلمان او د لومړي وزير د دفتر مخې ته په احتجاجي لاريون لاس پورې کړ. د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او […]

نویسنده: TKG
29 زمری 1393
عمران خان: نواز شريف دې تر نن ماښامه استعفا وركړي

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريك ګوندونو زرګونه پلويانو پايتخت اسلام اباد کې د دې هېواد د ملي پارلمان او د لومړي وزير د دفتر مخې ته په احتجاجي لاريون لاس پورې کړ.

عمران خان تېره شپه خپلو پلويانو ته امر وکړ، چې د اسلام اباد تر ټولو حساسې سيمې يا رېډ زون ته ننوځي او د پارلمان مخې ته پراخ لاريونونه وكړي.

عمران خان د پاکستان د پارلمان مخې ته له رسېدو سره سم خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا پر نواز شريف غږ وکړ، چې تر نن ماښامه پورې استعفا ورکړي، كنه دى به له پلويانو سره يوځاى ملي پارلمان او د لومړي وزير دفتر ته ورننوځي.

د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري هم له خپلو  لسګونه زرو پلويانو سره د پاکستان د ملي پارلمان او د لومړي وزير د کور مخې ته راغونډ شوى او پر پراخ احتجاجي لاريون يې لاس پورې کړى دى.

عمران خان او طاهر القادري تور لګوي، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند د تېر کال په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او د پاکستان حکومت او پارلمان جعلي بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA