د هند حکومت د يو ميليون ډالرو په لګښت په كندهار ولايت كې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک كليد ته وويل، له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کندهار کې د يوه معياري لوبغالي د
د هند حکومت د يو ميليون ډالرو په لګښت په كندهار ولايت كې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک كليد ته وويل، له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کندهار کې د يوه معياري لوبغالي د رغونې لپاره په كابل كې د هند سفارت ته پروپوزل ورکړی و، چې بالاخره د دې سفارت د چارواكو لخوا ومنل شو.
نوموړي زياته كړه، ډېر زر به د كندهار په عينو مېنه كې د کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې پيل شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د کرکټ معياري نړيوال لوبغالي جوړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

