سيګار ادارې د امريكا د حكومت په حواله خبر خپور كړى چې دغه هېواد په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې نږدې ۸ مليارډه ډالره د مخدره توكو پر ضد مبارزه كې لګولي، خو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د چارواكو په وينا، دوى نه دي خبر چې امريكا دومره پيسې چېرته او څنګه لګولې دي؟
سيګار ادارې د امريكا د حكومت په حواله خبر خپور كړى چې دغه هېواد په افغانستان كې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې نږدې ۸ مليارډه ډالره د مخدره توكو پر ضد مبارزه كې لګولي، خو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د چارواكو په وينا، دوى نه دي خبر چې امريكا دومره پيسې چېرته او څنګه لګولې دي؟
شنونكي د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له دغه غبرګون څخه اټكل كوي چې ګواكې دا وزارت په كاري او عملي برخه كې د امريكا له مرستو ناراضه دى، ځكه په دې برخه كې د امريكايانو هلې ځلې هماهنګې نه دي او نه يې هم كومه مثبته نتيجه وركړې ده.
د افغانستان لپاره د بيارغونې په برخه كې د امريكا د ځانګړي مفتش اداره ((سيګار)) هم داسې اټكل كوي چې د مخدره موادو پر ضد د ۷ اعشاريه ۶ مليارډه امريكايي ډالرو لګښت هېڅ ځاى نه دى نيولى، بلكې لا په دغه هېواد كې د كوكنارو كركيله مخ پر زياتېدو ده.
په دې برخه كې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د كوكنارو په كښت كې د زياتوالي يو عامل دا بولي چې امريكا د مخدره موادو د مخنيوي په برخه كې له پوښتنې پرته اقدامات كړي.
د دې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر كليد ته ويلي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې لپاره امريكايي مامورينو هر ډول مصارف په خپل سر كړي او دوى خبر هم نه دي چې ايا دغه مصارف رښتيا دومره لوړ دي او كه څنګه؟
د ازهر له څرګندونو دا هم معلومېږي چې وزارت يې له مخدره موادو سره د مبارزې په لاره كې يوازې دى او د كوكنارو د مخنيوي په برخه كې دې ته شيبې شمېري چې د ټاكنو پروسه پاى ته ورسي، څو دوى له ملي ځواكونو سره په يو نوي پړاو كې مخ نیوونکي فعالیتونه پیل کړي: (( سږ كال د كوكنارو كښت د اندېښنې وړ دى، موږ پلان درلود چې ۲۱ زره هكټاره د كوكنارو كښتونه له منځه يوسو، خو يوازې د ۶ زره هكټارو په تخريب وتوانېدو، كه د انتخاباتو پروسه پاى ته ورسي، افغان ځواكونه په هره سيمه كې د كوكنارو د مخنيوي توان لري.))
په افغانستان كې د كوكنارو د كښت د زياتوالي خبره او په دې اړه اندېښنې تر دې د مخه هم راپورته شوي، حتى د غبرګولي په مياشت كې د سيګار ادارې مشر جان سوپكو د امريكا كانګرس ته په خپله وينا كې خبردارى وركړ چې افغانانو تر پخوا هر بل وخت د كوكنارو كښت ته زياته مخه كړې چې ورسره جوخت په دغه هېواد كې د اداري فساد ګراف هم مخ په پورته روان دى.
سوپكو همدا راز ويلي وو، اوس چې بهرني ځواكونه له افغانستانه په وتو دي، نو د دغه حالت دوام په كې د وسله والو مخالفينو د ګټې وټې ذريعه ګرځېدلې او د جرمونو كچه يې هم لوړه كړې ده: (( كه مخنيوي ته يې جدي پاملرنه ونه شي ګواښونه به يو په دوه شي او د سيمې په كچه به مسايل راپورته كړي.))
يوه مياشت وړاندې ملګرو ملتونو هم د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت سره په ګډه داسې امار وړاندې كړل چې له مخې يې په ۲۰۱۳ كال كې د افغانستان د كوكنارو كښتونو كې۳۶ فيصده زياتوالى په ګوته شوى، خو ورسره جوخت ۲۰۱۴ كال په اړه د كوكنارو د توليد اندېښنې تر دې هم لوړې اټكل شوي او د ۲۰۰۷ کال په نسبت دا كال يو بل ريكارډ جوړوونكى پړاو ګڼل شوى و.
په ۲۰۰۷ كال کې افغانستان د نړۍ ۹۰ فيصده ترياك يعنې ۶۴۰۰ ټنه اپين توليد كړى و. د ملګرو ملتونو د امارو پر اساس په ۲۰۱۳ كال كې د افغانستان پر كوكنارو كرل شوې ځمكه ۲۰۹ زره هكټاره وه چې ۶ زره ټنه ترياك ترې لاسته راوړل شوي، په ۲۰۱۲ كې بيا پر كوكنارو توره شوې ځمكه ۱۹۳ زره هكټاره ښودل شوې چې يوازې ۷ زره هكټاره يې په خپل وخت تخريب كړاى شوه.
د نړيوالې ټولنې د معلوماتو پراساس دا مهال ۲۰۰ زره افغانې كورنۍ د كوكنارو په سمبالښت بوختې دي، خو په وينا يې دا چاره د ټول افغانستان د اقتصاد لپاره ګواښ پېښوونكې ده.
د كوكنارو له كبله افغانستان ته په متوجه اقتصادي ګواښونو كې يې يو هم دا ښودل شوى چې د دغې نامشروع ګټې وګټې په نتیجه کې تر۱ مليون زیات وګړي معتاد شوي دي. دغه راز د حكومت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۳ كال كې ۱۶۴ پوليس مامورين د كوكنارو پر ضد د مبارزې قربانيان او ووژل شول.
د اقتصادي چارو شنونكي په دې نظر دي چې امريكا او نړيواله ټولنه بايد په ګډه له افغان حكومت سره د كوكنارو په له منځه وړلو كې پانګونه او مرسته وكړي. تر څو په دې برخه كې د عامه شعور كچه لوړه او بزګران د خپلې هوساينې لپاره د كومې بديلې لارې په لټه كې شي.
د مخدره موادو پر وړاندې د عامه پوهاوي يو پخوانى مامور محمد سليم مخلص وايي، افغان چارواكو تر ۲۰۱۷ پورې په افغانستان كې د كوكنارو د كښت راټېټېدو اټكل كړى و، خو د سيمې د بزګرانو حالت او د نړيوالو بې غوري چې ګوري، نو په خبره يې شايد تر ډېره دا خوب تعبير ونه مومي: (( بزګر چې تر څو له لوږې مري، كوكنار به كرل كېږي، امريكا او نړيواله ټولنه دې په شريكه د افغان بزګرانو لپاره د ښه ژوند بديله لاره په لاس وركړي، په دې سره به له كوكنارو څخه د نړيوالو سرخوږى هم كم شي او زموږ د خلكو مسايل به هم د دې سبب كېږي نه چې بزګر پورته شي او د كوكنارو پيسو ته بيا لمن وغوړوي.))
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر هم ورته خبره كوي او وايي، په دغه مبارزه كې كه ورسره نړيواله ټولنه او ملګري هېوادونه په شريكه لاس يو كړي، ډېر ژر به د افغان بزګرانو پام د كوكنارو له كښت واوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

