ads

افغان لوبډلې له زمبابوى سره څلور ورځنۍ لوبه پيل كړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې څو شېبې وړاندې له زمبابوى سره د دوو څلور ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پيل كړه. د لوبې بچه زمبابوى لوبډلې وګټله، خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې افغان لوبډلې تراوسه د يوه اور په لوبولو سره ۴ منډې كړې دي. افغان لوبډلۍ، […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1393
افغان لوبډلې له زمبابوى سره څلور ورځنۍ لوبه پيل كړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې څو شېبې وړاندې له زمبابوى سره د دوو څلور ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پيل كړه. د لوبې بچه زمبابوى لوبډلې وګټله، خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې افغان لوبډلې تراوسه د يوه اور په لوبولو سره ۴ منډې كړې دي. افغان لوبډلۍ، چې اوسمهال په زمبابوې كې ده، له دې هېواد سره د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسوله.

 

 

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې څو شېبې وړاندې له زمبابوى سره د دوو څلور ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پيل كړه.

د لوبې بچه زمبابوى لوبډلې وګټله، خو افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې افغان لوبډلې تراوسه د يوه اور په لوبولو سره ۴ منډې كړې دي.

افغان لوبډلۍ، چې اوسمهال په زمبابوې كې ده، له دې هېواد سره د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسوله.

د كركټ د ملي لوبډلې روزونكي كبير خان له زمبابوى سره د مساوي کړې څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د ځوانو لوبغاړو لوبه وستايله.

د هغه په وينا، افغان کرکټ مينه وال بايد له ځوانو لوبغاړو د ده په وينا د “جادو” هيله ونه لري، بلکې صبر دې ورته وکړي، خرابه لوبه يې دې وزغمي، چې د سبا لپاره تکړه ستوري شي.

بايد وويل شي، چې په څلور ورځنيو لوبو كې ۱۱ تنه نور پياوړي لوبغاړي، چې تازه زمبابوى ته تللي برخه اخلي او له پخوانيو تللو لوبغاړو څخه به يوازې ۴ تنه له دې ۱۱ تنو سره يوځاى شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA