ads

اوباما يو ځل بيا له دواړو كانديدانو سره خبرې کړې دي

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما يو ځل بيا د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره خبرې کړې دي. پژواك د سپينې ماڼۍ د وياند جوش ارنېسټ د خبرو پربنسټ چې په واشنګټن کې يې خبريالانو ته كړي ليكلي، چې جمهور رييس بارک اوباما پرون د جمعې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1393
اوباما يو ځل بيا له دواړو كانديدانو سره خبرې کړې دي

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما يو ځل بيا د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره خبرې کړې دي. پژواك د سپينې ماڼۍ د وياند جوش ارنېسټ د خبرو پربنسټ چې په واشنګټن کې يې خبريالانو ته كړي ليكلي، چې جمهور رييس بارک اوباما پرون د جمعې

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما يو ځل بيا د افغانستان د جمهوري رياست له دواړو کانديدانو سره خبرې کړې دي.

پژواك د سپينې ماڼۍ د وياند جوش ارنېسټ د خبرو پربنسټ چې په واشنګټن کې يې خبريالانو ته كړي ليكلي، چې جمهور رييس بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ له دواړو افغان کانديدانو سره د ټېلېفون له لارې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د دې اړيکو پر مهال درې واړو مشرانو د جمهوري رياست ټاکنو د دويم پړاو د رايو د بيا شمېرنې او څېړنې پر پروسې خبرې کړي.

نوموړى وايي، چې جمهور رييس بارک اوباما له دواړو افغان کانديدانو مننه وکړه، چې د ټاکنيزو لانجو هواري لپاره د ملي يووالي حکومت او د رايو د بيا څېړنې په اړه پرېکړې ته سره ورسېدل.

اوباما له دواړو کانديدانو وغوښتل چې د ملي ګټو لپاره په ګډه د يوه حکومت په جوړولو کار وکړي.

هغه دغه راز دواړو کانديدانو ته په ډاګه کړه، چې د ټاکنيزو لانجو د هواري لپاره پر شويو پرېکړو عملي وکړي او د دې پرېکړو د عملي کولو لپاره خبرو او مذاکرې ته ادامه ورکړي، څو افغان ولس د ټاکنو پر پروسې باور وکړي .

اوباما يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې هېڅ دليل دې لپاره نشته، چې د ټاکنيزو شخړو پر مهال دې د اساسي قانون پر ضد ګامونه پورته کړى شي.

هغه له دواړو کانديدانو وغوښتل چې په ديموکراتيکه توګه په افغانستان کې د واک د لېږد پروسه په برياليتوب سره ترسره کړي.ـ

د يادونې وړ ده چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيټوب دافغانستان د جمهوري رايست د دويم پړاو ټاکنو لانجه په دې هواره شوه چې د ملي يووالي حکومت د جوړولو  ترڅنګ د ټولو رايو بيا څېړنه کېږي.

له تېرې اونۍ راهيسې دا پروسه پيل شوې ده، خو په دې مينځ کې دوه ځل د رايو بيا څېړنه د دواړو کانديدانو د ټيمونو ترمنځ د اختلافاتو له امله ځنډېدلې ده

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA