د خوست سوداګر، ځايي اوسېدونکي او د عايداتي سرچينو مسوولين وايي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له كبله د خوست او شمالي وزيرستان د لارو تړل كېدو، د دغه ولايت په عايداتي او سوداګريز سيسټم نېغ په نیغه منفي اغېز ښندلى دى.
د خوست سوداګر، ځايي اوسېدونکي او د عايداتي سرچينو مسوولين وايي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له كبله د خوست او شمالي وزيرستان د لارو تړل كېدو، د دغه ولايت په عايداتي او سوداګريز سيسټم نېغ په نیغه منفي اغېز ښندلى دى.
چارواكي وايي، په شمالي وزيرستان كې د پاكستاني پوځ لخوا د ((ضرب عضب)) ځمكنيو عملياتو په ترڅ كې له ۷۰ زرو زيات بې كوره شوي پښتانه د ډيورنډ له پولې دې خوا راوښتي، خو ورسره جوخت د كډوالو د راوښتو له ورځې د غلام خان بندر هم د پاكستاني لوري لخوا تړل شوى دى.
د ځايي ګمركي مسوولينو له قوله ويل كېږي چې د غلام خان بندر له تړل كېدو سره سم افغانستان ته د وارداتي مالونو ګڼ شمېر لوى موټر په ميرانشاه كې ولاړ پاتې دي او واردوونكي يې له ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
افغان سوداګر هم سر ټكوي چې پاكستاني لوري يې په ميرانشاه كې مالونه درولي او د دې وېره شته چې په زياتو هغو به يې د ميعاد تاريخ هم واوړي.
د خوست د خوراكي توكو يو سوداګر حاجي دين محمد ولي وايي، اوس مجبور دى چې هم سوداګري پرېږدي او هم په ميرانشاه كې د پاكستان لخوا له درول شويو مالونو لاس ومينځي: (( زما څو قلمه داسې د خوراكي توكو موټر په ميرانشاه كې ايسار دي چې د وخت په تېرېدو يې تاريخ تېرېږي، په دې صورت كې بايد سل فيصده تاوان ته غاړه كېږدم، كه داسې وشي، نو دې ته هم اړ يم چې سوداګري راڅخه د تل لپاره پاتې شي.))
دى وايي، د روژې لپاره يې هم څو موټره خوراكي توكي رابار كړي وو، خو اوس دا مياشت په تېرېدو ده، مګر د مالونو د خوشې كولو په اړه نه پاكستاني لورى كوم ښه خبر لري او نه هم افغان چارواكو جدي اقدام كړى دى: (( كه د پاكستان پوځ په خلكو زړه نه خوږوي، نو زموږ دولت يې بايد غم خوړلى واى، ځكه د روژې د تېرېدو په صورت كې هم موږ ته ګڼ تاوانونه متوجه دي، بله دا چې په ښار كې اوس د روژې لپاره ټول خوراكي توكي يا نه پيدا كېږي او يا يې هم بيې له اسمان سره خبرې كوي.))
يو بل سوداګر حاجي تاج محمد هم چې د پاكستان له لارې هېواد ته وريجې، اوړه او سمنټ واردوي، له پاكستاني غاړې سر ټكوي او وايي چې د پاكستان بندري مسوولين كله كله د ډېرو زياتو پيسو په بدل كې مالونو ته د رااړولو اجازه ورکوي، خو په وينا يې دا هم افغان سوداګرو ته لوی سرخوږی دی: (( په دې سره زموږ د توكو بيه څو برابره لوړه شي، حكومت دې له پاكستاني لوري سره د سوداګرۍ د تړونونو په اساس نږدې خبرې وكړې، څو دې خوا ته خلك د مالونو له قحطۍ او کمښت سره مخ نه شي.))
د خوست د څپلكو او بوټانو یو تن کاروباري حاجي شیرین ګل توتاخېل بيا دې ټكي ته خپه دى چې د كوچني اختر لپاره يې زياته خريداري كړې ده، خو اوس يې ټول مالونه له پولې پورې غاړه په ميرانشاه كې بند پاتې دي: (( وروره موږ له حكومت څخه سړك او برق نه غواړو چې لوړ مصارف به پرې راشي، زموږ چارواكي بايد ايله دومره وكړي چې د پاكستان لخوا د افغانانو درول شويو مالونو ته د راتګ او انتقال اجازه ورکړل شي.))
د خوست مستوفي جنت ګل سعيد هم دا مني چې له يوې مياشتې راهيسې د پاكستاني پوځ د عملياتو له كبله د ميرانشاه لار تړل شوې او سوداګريز توکي پرې نه را انتقالېږي، خو وايي ولايتي اداره په دې هڅه كې ده چې دغه ستونزه حل شي.
دى وايي، د ميرانشاه د لارې بندېدو د خوست د عوایدو کچه هم خورا ډېره زیانمنه کړې ده او له دې كبله ده چې دوى له ماليې وزارت سره پرله پسې تماس نيسي، څو خوست ته د واردېدونكو مالونو پر وړاندې خنډونه راكم كړي : (( يوازې سوداګر متاثره نه دي، بلكې د ميرانشاه له لارې به چې كوم مالونه راتلل، دلته به د خوست ګمرك محصول ترې اخست، اوس يې د دولت په خزانه هم بد تاثير دا دى چې زموږ عوايد ورسره ۱۵ فيصده راښكته شوي دي.))
د خوست د ګمرك رئيس فضل الله فاضل دا مسئله د اندېښنې وړ بولي چې د ميرانشاه له عملياتو سره جوخت د خوست د وارداتو او صادراتو لړۍ پرې شوې، خو وايي، د سوداګرۍ او صنايعو له خونې سره په ګډه يې دې برخه كې هڅې پيل كړې دي: (( موږ مركزي ادارې ته هم هره ورځ راپور استوو، له مقابل لوري سره هم ناستې لرو، كه نتيجه ورنه كړي، نو په ګډه داسې طرحې هم لرو چې له پاكستانه د مالونو د راانتقالولو ښه بديل ثابت شي.))
د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزى هم په دې ټينګار كوي چې كه پاكستاني لورى ورسره د ميرانشاه د لارې پر پرانستو هوكړه ونه كړي، نو دوى به يې په بدل كې د چاه بهار او قزاقستان د وارداتو لړۍ پراخه كړي: (( په دې لارو اوس هم پراخ واردات او صادارات كېږي او په راتلونكي كې هم هيلې شته چې د پاكستان له احتياجه به مو خلاص كړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


