د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته په ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دا لوبه پرون د زمبابوی په بولاوای ښارکې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته په ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دا لوبه پرون د زمبابوی په بولاوای ښارکې ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، چې د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله، خو لومړی یې زمبابوی ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د خبرپاڼې په وينا، زمبابوی لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې جوړې کړې، چې د افغانستان له لورې دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
سرچينه زياتوي، چې افغان لوبډلې یاد هدف د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته د اتو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اوور کې پوره او لوبه یې وګټله.
د خبرپاڼې په وینا، د افغانستان له لورې جاوید احمدي ۵۶، عثمان غني ۴۳، سمیع الله شینواري ۴۱ او نبي عیسی خیل ۴۲ منډې جوړې کړې او دولت ځدران د لوبې په وروستیو شیبو کې د څلورو شپږیزو په وهلو سره ۲۴ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
زمبابوی د کرکټ یو پیاوړی او د بشپړ غړیتوپ لرونکی هیواد دی، دغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره افغانستان تاریخي بریا خپله کړه – تر دې مخکې افغانستان د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


