د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د كركټ لومړۍ درجه هېواد زمبابوې سره درېيمه پنځوس اوريزه لوبه ترسره كوي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د كركټ لومړۍ درجه هېواد زمبابوې سره درېيمه پنځوس اوريزه لوبه ترسره كوي.
تراوسه دواړو لوبډلو دوه پنځوس اوريزې لوبې كړي او دواړه د زمبابوې په ګټه پاى ته رسېدلې دي.
افغان لوبډله به، چې اوسمهال په زمبابوې كې ده، د دې هېواد له لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره كړي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تر دې پنځوس اوريزو مخكې د زمبابوې له الف لوبډلې سره دوه تمريني لوبې ترسره كړې، چې يوه افغان لوبډلې او بله د زمبابوې الف لوبډلې وګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

