د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه په دويمه پنځوس اوريزه لوبه كې هم ماتې وخوړه.
د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه په دويمه پنځوس اوريزه لوبه كې هم ماتې وخوړه.
د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته ۲۵۷ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې ياد هدف په ۴۳ اعشاريه ۳ اورونو كې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله.
د كركټ ملي لوبډلې د زمبابوې له لوبډلې څخه لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه كې هم ماتې خوړلې وه او ټاكل شوې سبا د دواړو لوبډلو ترمنځ دريېمه لوبه ترسره شي.
افغان لوبډله، چې اوسمهال په زمبابوې كې ده، د دې هېواد له لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره كړي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تر دې پنځوس اوريزو مخكې د زمبابوې له الف لوبډلې سره دوه تمريني لوبې ترسره كړې، چې يوه افغان لوبډلې او بله د زمبابوې الف لوبډلې وګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

