ads

زمبابوى افغان لوبډلې ته ماتې وركړې

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه كې ماتې وخوړه. د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1393
زمبابوى افغان لوبډلې ته ماتې وركړې

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه كې ماتې وخوړه. د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د زمبابوې له لوبډلې څخه لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه كې ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې لوبډلې ياد هدف په ۴۵ اعشاريه ۲ اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله.

افغان لوبډله به زمبابوې ته د سفر په ترڅ كې د دغه هېواد له لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره كړي او ټاكل شوې د يو ورځنيو لوبو دويمه يې سبا ترسره شي.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تر دې مخكې د زمبابوې له الف لوبډلې سره دوه تمريني لوبې ترسره كړې، چې يوه افغان لوبډلې او بله د زمبابوې الف لوبډلې وګټله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA