روژه په خوله سلګونه خلک د ارګون بازار د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې سره راټول وو، د دوی ډېرو یې د روژه ماتي او پېشنمي لپاره سوداوې کولې، خو یو شمېر یې د اختر د ورځو خوښۍ په فکر کې وو. څو هغو ماشومانو ځانونه نېکمرغه ګڼل چې د خپل مشر د لاس ګوتې یې نیولې وې او د اختر لپاره یې په خپله خوښه جامې، څپلۍ او بوټان اخستل.
روژه په خوله سلګونه خلک د ارګون بازار د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې سره راټول وو، د دوی ډېرو یې د روژه ماتي او پېشنمي لپاره سوداوې کولې، خو یو شمېر یې د اختر د ورځو خوښۍ په فکر کې وو. څو هغو ماشومانو ځانونه نېکمرغه ګڼل چې د خپل مشر د لاس ګوتې یې نیولې وې او د اختر لپاره یې په خپله خوښه جامې، څپلۍ او بوټان اخستل.
خو! دوی خبر نه وو چې یوازې له یو درز سره به دلته یو قیامت جوړ شي، د دوی زړونه، به وچوي او سپېره ارګون به د دوی په وینو رنګ شي.
په داسې حال کې چې ګرمۍ ورو ورو د خلکو ستوني وچول او تندي خولې کول، د موټر بم یوه زورور غږ، هر څه د څو شېبو لپاره په دوړو، لوګیو او اور کې د پناه او خاموشۍ غېږې ته وسپارل.
لږ وروسته چې نږدې خلک په منډه را ورسېدل، په وینو لژند انسانان یې خواره واره ولیدل.
دا د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د میرافضل مارکېټ مخې ته هغه منظره وه چې اوس یې خلک په لیدو حیران او تښتېدلي رنګونه ولاړ وو. دوی د پېښې مخامخ جامع جومات او مدرسه لیدل چې دېوالونه یې وران شوي او تنکي زده کوونکي په کې مړه او ټپيان دي. دوی ښي او کیڼ خوا ته د ډول ډول توکو ګڼ دوکانونه لیدل چې اوس په لوګي تور تیران او سپېرې لوټې په کې انبار وې او دوی د ماشومانو په لاسونو کې د دوی د اختر سوغاتونه او جامې لیدې چې وینو دارې ترې وهلې…لنډه دا چې هر څه په ډېر لږ وخت کې په بل مخ اوښتي وو.
ارګون د پکتیکا مرکز ښرنې په جنوب ختیځ کې د نږدې ۶۰ کیلومترۍ په واټن کې لرې پرته ولسوالي ده چې د یادې لارې نږدې نیمايي یې خامه او خرابه ده، ځکه خو یې اوسېدونکي مرکز ته ډېر د تګ زړه نه ښه کوي.
د دې ترڅنګ اورګون یو وخت لویه ولسوالي او د پکتیکا مرکز پاتې شوې، نو له ډېر پخوا د ورڅېرمه ولسوالیو اوسېدونکي خپل ضرورتونه له همدې ولسوالۍ پوره کوي چې پام وړ ګڼه ګوڼه په کې وي.
د دغه ښارګوټي او پېښې انځور مې هلته له خپل همکار محمد یاسین ياسين نه وغوښت، هغه راته وویل: ((اورګون د ښار ډېرې اسانتیاوې لري، هوټلونه، حمامونه، جامع جومات، دیني مدرسه، د لوبو میدانونه، روغتون، مارکېټونه او سرایونه، ځکه نو ګڼه ګوڼه هم په کې وي، خو! چاودنې اوس دا هر څه بدل کړي، اوس د بازار دا برخه او نږدې کوڅې د یوې کنډوالې په څېرښکاري، هرې خوا ته د موټرو پرزې او ټوټې، د انسانانو د بدن ټوټې او وینې، د ودانیو او موټرو ماتې ښیښې ښکاري، حتی له دې ځایه ۳۰۰ متره لرې هم په اډو کې د ولاړو موټرونو ښیښې ماتې شوي، په ټول بازار کې چوپه چوپتیا خوره ده، د غم ټغر اوار دی او یوازې کله کله چې کوم څوک د کوم خپلوان د بدن غړی یا نښه پیدا کړي، نو یوه سوې چیغه وکړي چې د سړي زړه له سینې وباسي.))
که څه هم له پېښې وروسته د مرګ ژوبلې په اړه د ځايي خلکو، دفاع وزارت او نورو سرچینو لخوا ضد او نقیض راپورونه خپاره شول، خو د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان چې خپله یې سیمه له نږدې کتلې، راته وویل: (( زموږ د کره معلوماتو له مخې ۴۳ تنه شهیدان او ۶۷ تنه ټپیان دي.))
مخلص دا امکان نه ردوي چې ممکن یو شمېر مړي او ټپیان د روغتون په ځای کور ته وړل شوي وي، خو په ټینګار سره وايي چې که داسې هم وي، د مړو شمېر له پنځوسو او ټپیانو له اویاوو ډېر نه دی.
په یاد شمېر کې دوه هغه پولیس هم شامل دي چې د چارواکو په وینا د همدغه موټر په تعقیب پسې وو.
یو هم د ارګون جامع جومات امام او شپږ ماشومان چې له مشرانو سره د اختر سوغاتونو، جامو، بوټانو… پسې راغلي وو.
له پېښې سملاسي وروسته د پکتیکا ځايي چارواکي او د ملي اردو ځواکونو څلور الوتكې سیمې ته ورسېدل او اوس هم (د پېښې په سبا) د دغه برید په څېړنه هلته کار روان دی.
د مخلص افغان په وینا، په ټپیانو کې دېرش تنه داسې وو چې درملنې او مراقبت ته یې اړتیا وه او د دې شمېر څه برخه یې مرکز ښرنې، څه یې غزني او څه یې هم کابل ته د اردو لخوا په الوتكو کې لېږدول شوي دي.
د مالي تاوان په اړه معلومات دا دي چې تر ۶۰ ډېر دوکانونه او ۳۰ موټر په بشپړه له منځه تللي او ۳۰ نور موټر او څه ناڅه دوکانونه زیانمن شوي دي.
که څه هم چارواکي معمولاً د داسې پېښو پړه پر خپلو مخالفو وسله والو طالبانو ور اچوي، خو په دې پېښه کې طالبانو نه یوازې خپل لاس لرل رد کړي، بلکې د پېښې په غندنې راوتي دي.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته د لېږل شوې اعلامیې یوه برخه داسې ده: ((د دې پېښې واقعيت، خو به د تحقيقاتو او پلټنو څخه وروسته لا ښه څرګند شي، خو يو څه چې موږ يې په صراحت اعلانوو دا دي چې دا پېښه د اسلامي امارت د مجاهدينو کار نه دی، نه مجاهدين دغه راز اعمال کوي او نه هم په داسې کار سره مجاهدينو ته کومه ګټه رسېږي، برعکس د ولسي خلکو ژوند ساتل او ورته پام کول د اسلامي امارت اصولي دريځ او مکلفيت دی، موږ له خپله لوري دغه پېښه غندو، د تلفاتو او زیانونو په اړولو سخت خواشيني يو، له مصابينو او متضررينو سره خواخوږي ښيو او ژمنه کوو چې تر خپله وسه به د پېښې په اړه تحقيقات او پلټنه هم وکړو.))
دا حمله چې بالاخره هرچه کړې وي، د ملکي تلفاتو له اړخه خورا زړه بوږنوونکې او د بېلابېلو لوریو له خوا په سختو ټکو غندل شوې ده. د پکتیا والي محب الله صمیم وویل: دا حمله د اسلام او انسانیت خلاف او تاوان یې بې ساری و. جمهوري ریاست، د جمهوري دواړو کاندیدانو، د کورنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو هم دا برید په کلکه غندلی دی. د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول حملې له نړیوالو او بشري قوانینو څرګند سرغړاوی دی. د ژنیو، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د اسلامي کنفرانس د اعلامیې له مخې د عامو وګړو په نښه کول، منع دي او جنګي جنایت شمېرل کېږي.
دا پېښه په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې د ملکي تلفاتو په کچه کې د ۲۴ فيصده زیاتوالي خبر ورکړی وو. د هغوی د راپور له مخې: (( دغه څېړنه چې د ۲۰۱۴ کال له جنورۍ میاشتې د جون تر ۳۰ مې نېټې ترسره شوې، ښيي چې په همدې موده کې څلور زره، اته سوه دري پنځوس تنه د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي او درې زره دوه سوه نهه اتیا تنه نور ټپیان شوي چې په دې توګه ۱۷ فيصده وژنه او ۲۸ فيصده د ټپي کېدنې کچه زیاته شوې ده.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


