د ملګرو ملتونو سر منشي بانكي مون نن غزې ته د اسریلو او حماس تر منځ د منځګړيتوب په موخه غزې ته ځي. دغه اعلان د بانكي مون د سیاسي چارو مرستیال جیفري فلیډمن د امنیت شورا لخوا د غزې په اړه جوړې شوې اضطراري غونډې كې وكړ.
د ملګرو ملتونو سر منشي بانكي مون نن غزې ته د اسریلو او حماس تر منځ د منځګړيتوب په موخه غزې ته ځي.
دغه اعلان د بانكي مون د سیاسي چارو مرستیال جیفري فلیډمن د امنیت شورا لخوا د غزې په اړه جوړې شوې اضطراري غونډې كې وكړ.
فلیډمن امنیت شورا ته وویل، د بېړنیو او اړتیا وړ بشري هڅو د بریالیتوب لپاره اوربند ضروري دی.
د روغتیايي کارکونکي د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ په غزې كې اته څلوېښت فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلو د خپلو عملیاتو هدف د حماس د توغندیو سيستم او تر ځمکې لاندې تونلونو له منځه وړل ښودلى.
د جولای د اتمې نیټې راهیسې تر دې دمه په غزې د اسراييلو بريدونو كې شاوخوا دوه سوه نهه اتیا تنه وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


