ads

شمالي وزيرستان کې ٤٤٧ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزيرستان کې يې ځمکني عمليات له پلان سره سم مخ په وړاندې روان او په ميرانشاه کې د ترهګرو تر ځپلو وروسته اوس په ميرعلي او د وزيرستان په يو شمېر نورو سيمو کې له وسله والو سره په مخامخ نښته بوخت دي. د پاکستان پوځ وايي، په شمالي […]

نویسنده: TKG
25 چنګاښ 1393
شمالي وزيرستان کې ٤٤٧ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزيرستان کې يې ځمکني عمليات له پلان سره سم مخ په وړاندې روان او په ميرانشاه کې د ترهګرو تر ځپلو وروسته اوس په ميرعلي او د وزيرستان په يو شمېر نورو سيمو کې له وسله والو سره په مخامخ نښته بوخت دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم بجوا د سې شنبې په ورځ له رسنيوسره خبرو كې وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې تردې دمه د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون لږترلږه ٤٤٧ وسله وال وژلي او د هغوى ٨٨ مرکزونه يې له منځه وړي دي.

نوموړي زياته كړه، چې له وسله والو سره په مخامخ نښتو کې تردې دمه ٢٦ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٨٠ نور ټپيان دي.

نوموړي يوځل بيا وويل، چې ښايي پوځي عمليات يې ډېر وخت دوام وكړي.

پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان د جون په پنځلسمه نېټه عمليات پيل كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA