د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د زمبابوې له الف لوبډلې سره دويمه تمريني پنځوس اوريزه لوبه ترسره كوي. د دې لوبې پچه زمبابوى لوبډلې وګټله خو، افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې تراوسه يې د ۱۸ اورونو په لوبولو سره ۶۴ منډې كړي
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د زمبابوې له الف لوبډلې سره دويمه تمريني پنځوس اوريزه لوبه ترسره كوي.
د دې لوبې پچه زمبابوى لوبډلې وګټله خو، افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې تراوسه يې د ۱۸ اورونو په لوبولو سره ۶۴ منډې كړي او درې لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
د کرکټ ملي لوبډلې وړمه ورځ په لومړۍ تمريني پنځوس اوريزه لوبه كې د زمبابوې الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د زمبابوې په پايتخت هرارې ښار کې ترسره شوه.
تر تمريني لوبو وروسته به د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ څلور يو ورځنۍ نړيوالې او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

