د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر مرکزونو نوي بريدونه پيل کړي دي. د رپوټونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو پرون ميرانشاه ته نږدې د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو بمباري وکړه.
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر مرکزونو نوي بريدونه پيل کړي دي.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو پرون ميرانشاه ته نږدې د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو بمباري وکړه.
ويل کېږي، چې دا بريدونه په موسکۍ، خرکمر او ميرعلي کليو کې، چې پاکستاني طالبان او له القاعده شبکې سره نورې تړلې ډلې مرکزونه پکې لري، شوي دي.
په شمالي وزيرستان کې بريدونه د هغو عملياتو په ترڅ کې کېږي، چې د پاکستان پوځ له نږدې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو طالبانو پر ضد پيل کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


