د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ په يو ورځنۍ تمريني لوبه كې د زمبابوى الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه د زمبابوى په پايتخت هرارې ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ په يو ورځنۍ تمريني لوبه كې د زمبابوى الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د زمبابوى په پايتخت هرارې ښار کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د زمبابوى الف لوبډلې وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان ملي لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹منډې جوړې کړې، خو د زمبابوى الف لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټولې لوبډلې يې په ۴۸ اعشاريه ۳ اورونو كې ۱۹۳ منډې جوړې کړې.
افغانستان دا لوبه د ۱۶ منډو په توپير سره وګټله.
سبا به افغان لوبډله دويمه تمريني لوبه هم د زمبابوى له الف لوبډلې سره ترسره كړي او تر هغې وروسته به د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ څلور يو ورځنۍ نړيوالې او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


