په داسې حال کې، چې اسراييلو د خپلو پوځي عملياتو د دوام خبردارى وركړى، زرګونه فلسطينيان د غزې له شمالي برخو کډه شوي دي. د فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، شاوخوا ١٧ زره فلسطينيانو په غزه کې هغو شلو ښوونځيو ته پناه وړې، چې ځانګړي پناهځايونه په کې
په داسې حال کې، چې اسراييلو د خپلو پوځي عملياتو د دوام خبردارى وركړى، زرګونه فلسطينيان د غزې له شمالي برخو کډه شوي دي.
د فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، شاوخوا ١٧ زره فلسطينيانو په غزه کې هغو شلو ښوونځيو ته پناه وړې، چې ځانګړي پناهځايونه په کې برابر شوي دي.
د اسراييل پوځ وايي، تر ۱۳۰۰ زيات هوايي بريدونه يې كړي دي.
په همدې حال كې فلسطيني سخت دريځو وسله والو پر اسراييل تر ٨٠٠ زيات توغندي ويشتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

