د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له افريقايي هېواد زمبابوى سره د څو لوبو د ترسره كولو لپاره د دې هېواد بولاوايو ښار ته رسېدلې ده. د افغانستان كركټ بورډ وايي، د كركټ ملي لوبډله به د زمبابوى له لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ نړيوالې او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره كړي او په وينا يې،
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له افريقايي هېواد زمبابوى سره د څو لوبو د ترسره كولو لپاره د دې هېواد بولاوايو ښار ته رسېدلې ده.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د كركټ ملي لوبډله به د زمبابوى له لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ نړيوالې او دوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره كړي او په وينا يې، دا لوبې به د جولاى په اتلسمه نېټه پيل شي.
كركټ بورډ زياتوي، د كركټ ملي لوبډله د جولای په ۲۷مه د دوو څلور ورځنيو لوبو لپاره حرارې ښار ته ولاړه شي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته ويلي، چې افغان لوبډله به له يادو سياليو وړاندې سبا د جولاى په ۱۳مه او د همدې مياشتې په ۱۵مه د زمبابوى له الف لوبډلې سره دوه تمريني لوبې هم وكړي.
له زمبابوې سره د لوبو لپاره د نويو لوبغاړو په ګډون د كركټ ۲۶ كسيزه لوبډله ټاكل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


