د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د وسله والو پرضد د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري. د پاکستان پوځ وايي، هوايي ځواک يې د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ديګان نومې سيمه کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د وسله والو پرضد د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.
د پاکستان پوځ وايي، هوايي ځواک يې د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ديګان نومې سيمه کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٣ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې، په دغو بريدونو کې د وسله والو ٧ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د پاکستان له دولتي ټلويزيون سره خبرو كې ويلي، په شمالي وزيرستان کې به د وروستي کورني او بهرني وسله وال تر وژلو پورې عمليات دوام وكړي.
د هغه په وينا، د پاکستاني ځواکونو په عملياتو كې تراوسه ٤٠٠ کورني او بهرني وسله وال او همدارنګه٢٠ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

