په دې وروستیو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغان مخترعینو د نویو اختراعاتو خبرونه اورېدل کېږي، د سایسن او تخنیک دغه اتلان وايي چې دوى د هر ډول تخنيكي وسايلو د اختراع توان لري، خو دولت ورسره د امكاناتو په برابرولو كې هېڅ ډول لاسنيوى نه کوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغان مخترعینو د نویو اختراعاتو خبرونه اورېدل کېږي، د سایسن او تخنیک دغه اتلان وايي چې دوى د هر ډول تخنيكي وسايلو د اختراع توان لري، خو دولت ورسره د امكاناتو په برابرولو كې هېڅ ډول لاسنيوى نه کوي.
دوى وايي، كه افغان دولت د تخنيكي او فزيكي نوښتونو لپاره يوه ځانګړې اداره جوړه كړې واى، نو اوس به افغانستان د نړۍ د سترو مخترعينو د درلودونکي هېوادونو په ليست كې ولاړ وای.
د خوست اوسېدونكى شراف الدين وفا یو له هغو کسانو څخه دی چې د لومړي ځل لپاره یې له لرګي څخه یو ښایسته او په زړه پورې موټر سايكل جوړ كړى.
نوموړی وايي په ځان كې دا وړتيا ويني چې د افغانستان لپاره ډېرې كارنامې وكړي، خو په خبره یې اقتصادي ستونزو يې د فعاليتونو مخه نیولې ده: (( په ۱۳۸۶ لمریز كال د كابل طب له فارمسۍ څانګې فارغ شوم، خو د دندې د نه پيدا كېدو ستونزې په يو ساختماني شركت كې معمارۍ، نجارۍ او مستريتوب ته كېنولم، بيا چې وزګار شوم، د دې لپاره چې بوخت وم له لرګي څخه د موټر سایکل په جوړولو بنا وکړه، په ۱۵ ورځو کې دا موټر سایکل جوړ شو.))
د ښاغلي شراف الدين په لاس د لرګي جوړ شوى دا موټر سايكل كټ مټ د يو پرمختللي موټر سايكل بڼه لري او له ځنځير، د تېلو ټانكۍ، ماشين او ټايرونو پرته يې نورې ټولې پرزې له قوي لرګيو څخه رغېدلې دي: (( دا كار مې ځكه كړى چې د وسپنې د پرزو رانيولو مالي توان مې نه درلود.))
نوموړى وايي، دې اختراع يې شاوخوا خلك حيران كړل او او دی یې دې ته وهڅاوه چې نوي فعاليتونه وكړي: (( د موټر سايكل په اړه مې له ځان سره ډېره ژوره طرحه په ذهن كې ساتلې وه، د هغې له بركته مې ورپسې د لرګي یو بايسكل هم جوړ كړ.))
دى وايي، د ده له خوا جوړ كړى موټر سايكل له هونډا څخه يو نيم چند او بايسكل له عادي هغو څخه لږ څه دروند دى، خو خپل دواړه اختراعات يې څو څو ځله ازمايلي چې هېڅ ستونزه نه لري: (( د لرګي په بايسكل هر مازيګر تر اته كېلو متره واټن چكر وهم، په موټر سايكل هم مركز او دوو ولسواليو ته تر ۸۰ كېلو متره واټن پورې تللى يم، خو له هېڅ تخنيكي ستونزې سره نه یم مخ شوی.))
شراف الدين ادعا کوي چې د ده پر اختراعاتو او نوښتونو دولت ښه خبر دى، خو لا هم ورسره چا د دولت په استازیتوب د تخنيكي اسانتیاو د برابرولو په برخه کې یوه ژمنه هم نه ده كړې: (( دا دواړه اختراعات مې په يوه غونډه كې نندارې ته وړاندې كړل، چارواكو هم وليدل، خو په دې كار كې مې يوازې وروڼو او خپلې مېرمنې راسره مرسته كړې او بس.))
مخترع وفا ادعا كوي، كه پيسې يې پيدا كړې، نو د هر كور لپاره به د برېښنا يوه داسې ارزان بيه دستګاه هم جوړه كړي چې هېڅ مصرف به ونه لري، خو له دولته ګيله كوي او وايي، د خپلو اختراعاتو او نوښتونو د لا ودې او نورو افغانانو ته يې د ګټې رسېدو په خاطر د خوست ميخانيكي لېسې ته د دندې لپاره اسناد وركړل، مګر لا يې هم مثبت ځواب نه دى ترلاسه كړى: (( ما ورڅخه په يوه ځانګړې برخه كې د كارغوښتنه لرله، تر څو مې اقتصادي ستونزې يو څه حل شي، ځوانانو ته يو څه ور زده كړم او د نورو نوښتونو زمينه هم راته برابره شي، مګر دولت ناهيلى كړم.))
خو وفا وايي، دغه ناهيلي يې په دې معنی نه ده چې نور به له اختراعاتو او نوښتونو لاس واخلي، بلكې د ده په خبره دم ګړۍ يې هم له لرګي څخه د يو موټر جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال كې ده: (( دا به يو كرولا- ټوډي موټر وي، له ماشين او ټايرونو پرته به نور ټول له لرګيو جوړ وي، وخت به ځكه ونيسي چې په خوست كې مې له يوه ډاكټر سره په درملتون كې دنده اخستې او د مياشتې نږدې ۱۵ زره كلدارې راكوي، دا پيسې به ورته ذخيره کړم.))
انجنير زمرى هلالي بل افغان مخترع او دى چې تازه په تازه يې په نيمروز ولایت كې د بادي برېښنا ارزانه دستګاه جوړه كړې او اوس د يوې الوتكې په جوړولو كار كوي، خو دولت د ده مرستې ته هم لا پام نه دى ور اړولى.
د انجنير هلالي د بادي برېښنا توليدي دستګاه د بايسكل له يو چين داره ټاير سره د وسپنيزو وزرو په مرسته د باد په زور چلېږي او ترې لاندې د لګېدلې ډاينمو څرخ تاووي، څو برق توليد شي.
دغه دستګاه د معتدل باد د لګېدو پر مهال درې كېلو واټه برېښنا توليدوي، همدارنګه د موټر بېټرۍ چارچولى شي او د واټر پمپ په مرسته له ۱۰ متره ژورې څاه څخه د يو انچ په قطر اوبه هم رايستلى شي.
انجنير هلالي د خپلې برقي دستګاه د اختراع د اهميت او نوښت په اړه وايي چې نيمروز ولايت سخت موسمي بادونه لري، نو له همدې كبله يې د خپلې كورنۍ لپاره د برېښنا د توليد يوه اسانه لار وسنجوله: (( زموږ په نيمروز كې بادونه زيات وي، ما ويل راشه له دې ګټه پورته كړه، بيا مې د ډېرو سپكو وسايلو په مرسته پر داسې طرحه كار پيل كړ چې په ډېر كم مصرف راته د كور برېښنا توليد كړي.))
نوموړى زياتوي چې د دغې دستګاه په جوړولو يې پوره يوه مياشت كار كړى او ۴۰ زره افغانۍ يې پرې لګولې دي: (( كه نتيجه يې ښه وه، نو ډېر ژر به د برېښنا د توليد يوه ۱۲ كېلو واټه دستګاه هم جوړه كړم.))
انجنير هلالي وايي، پلار يې له پخواني شوروي اتحاد څخه د انجنيرۍ ډپلوم اخستى او تر ډېره يې په اريانا هوايي شركت كې تخنيكي چارې پر مخ وړلې دي، نو ده هم له پلار څخه ډېر څه زده كړي او اوس په خپل كور كې د يوې الوتكې په جوړولو بوخت دى.
د هغه په خبره، د ده تر كار لاندې الوتكه دوه نيم متره اوږدوالى لري او كه جوړه شي، نو د ريموټ په مرسته به يې الوت كنټرولېږي: (( د الوتكې چوكاټ له لرګيو جوړ او په رخت پوښل شوى، درې انجنونه لري چې د ارې له ماشين څخه جوړ شوي، اويا زره افغانۍ پرې لګېدلي، خو لس زره نورو ته اړتيا ده او شپږ مياشتې كار يې هم پاتې دى.))
همايون بيا بل مخترع دى چې په هېواد كې يې د لومړي ځل لپاره د انسانانو تودوونكې درېشي جوړه كړې ده.
همايون دا مهال د كندهار د ميخانيكي لېسې د دوولسم ټولګي زده كوونكى او د برېښنا په څانګه كې زده كړې كوي او وايي، دغه نوښت يې یې خپله فکري پنځونه ده: (( ګڼې تجربې مې وكړې او د برېښنايي وسايلو په مرسته مې ترې داسې دريشي جوړه كړه چې د ژمي په تر ټولو يخ موسم كې هم د انسان بدن ګرم ساتي.))
نوموړى وايي، په دغه برقي دريشۍ كې يې ۳۴ برقي لينونه د پتلون پايڅو، لستوڼو او د دريشۍ واسكټ ته غځولي او په ډېره كمه برېښنا تودېږي: ((كه امكانات راته برابر شي، نو د چارج داسې سيسټم هم ورته جوړولى شم چې دريشي به دايمي برېښنا ولري او په هر ځاى كې به د انسان د يخ وهلو مخه ونيسي.))
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سرخ اباد لېسې زده كوونكى زين الله بيا تر ټولو كشر افغان مخترع دى چې تازه په تازه يې د خپل ښوونكي په لارښوونه كوچنى سكواټور ماشين جوړ كړى، خو دولت يې لا هم د پلار په هغې غوښتنه غوږ نه دى ګرولى چې وايي، بايد زوى ته يې په خارج كې د زده كړو زمينه مساعده شي.
زين الله وايي، دغه كوچنى سكواټور يې د ساينس مضمون د كورنۍ دندې لپاره په شپږو ورځو كې د لرګي له تختو، د پېچكاريو له سرنجونو او زړو پايپونو څخه رغولى او په لوړه كچه يې د پوهنې وزير او حتى جمهور رئيس كرزي نندارې ته وړاندې كړى دی.
د زين الله په لاس جوړ كړى سكواټور كټ مټ د غټ سكواټور په څېر چلېږي، خو پلار يې وايي، د زوى له استعداده د ګټې اخستو په پار يې دولت ته وړانديز وكړ چې بهر ته يې د زده كړو لپاره واستوي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان تر ټولو مشهور مخترع (( صدیق مخترع) دی. د دغه ستر مخترع د ابتکاراتو شمېر ۳۴۴ ته رسېږي، خو د ده په خبره له دغو اختراعاتو یوه یې هم په افغانستان کې تولید او ترویج نشوه.
مخترع وړاندیز کوي، د ده او نور اختراعات او ابتکارات که د تطبیق چانس نه مومي، باید لږ تر لږ په کتابونو کې ثبت او راجستر شي چې راتلونکی نسل ترې ګټه پورته کړي.
ښاغلی مخترع له شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې اختراعات کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


