په کاپيسا ولايت کې تېره ورځ د کرکټ د يوې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دې مراسمو کې د هېواد د کرکټ بورډ اجراييوي رئيس نور محمد مراد، د کاپيسا والي جنرال محراب الدين صافي، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار
په کاپيسا ولايت کې تېره ورځ د کرکټ د يوې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په دې مراسمو کې د هېواد د کرکټ بورډ اجراييوي رئيس نور محمد مراد، د کاپيسا والي جنرال محراب الدين صافي، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي او شمېر نورو كسانو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا والي له افغان کرکټ بورډ څخه مننه وكړه، چې د دې ولايت ځوانانو لپاره يې ددغې اکاډمۍ جوړولو اقدام وکړ.
د کرکټ بورډ اجرايوي رئيس نور محمد مراد په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې کرکټ بورډ به په دې ولايت کې يوازې د اکاډمۍ په جوړولو بسنه نه کوي او په راتلونکي کې به د کاپيسا ځوانانو لپاره د کرکټ په نورو برخو کې مرسته وکړي.
د کرکټ بورډ له لورې د کاپيسا کرکټ لوبغاړو سره د کرکټ د يو شمېر اړينو وسايلو مرسته هم وشوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


