د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ژمنه کړې، چې د فلسطيني تنكي ځوان محمد ابو خضير وژونکي بايد عدالت ته راکاږل شي. نتنياهو په هغو څرګندونو کې، چې د يکشنبې په ورځ په ټلويزيون خپرې شوې، ټينګار وکړ چې توندلارو ته به په سيمه کې اور ته د لمن وهلو اجازه ور نه کړي.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ژمنه کړې، چې د فلسطيني تنكي ځوان محمد ابو خضير وژونکي بايد عدالت ته راکاږل شي.
نتنياهو په هغو څرګندونو کې، چې د يکشنبې په ورځ په ټلويزيون خپرې شوې، ټينګار وکړ چې توندلارو ته به په سيمه کې اور ته د لمن وهلو اجازه ور نه کړي.
نوموړى دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې اسراييلي پوليسو د محمد ابو خضير په وژنه کې د لاس لرلو په شک د شپږو يهودانو د نيولو خبر ورکړ.
په همدې حال کې اسراييلي پوليسو بي بي سي ته ويلي، خضير ځکه وژل شوى، چې فلسطينى و.
نوموړى تېره اونۍ وتښتول شو او وروسته يې مړى د بيت المقدس په يوه ځنګله کې په داسې حال کې وموندل شو، چې سوځول شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


