ads

پکتيا كې ښځې لا هم ستونزمن ژوند لري

پکتيا د ديارلسو ولسواليو او ګڼو غرونو ولايت دی چې طبيعي ښکلاګانې يې ګڼو محروميتونو پيکه کړې دي. د هېواد د دې سيمې د اوسېدونکو د اقتصادي کمزوريو ترڅنګ،  له علم او اوسني تمدن څخه بې خبري لويې ټولنيزې نيمګړتياوې دي. پکتيا د ديارلسو ولسواليو او ګڼو غرونو ولايت دی چې طبيعي ښکلاګانې يې ګڼو […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1393
پکتيا كې ښځې لا هم ستونزمن ژوند لري

پکتيا د ديارلسو ولسواليو او ګڼو غرونو ولايت دی چې طبيعي ښکلاګانې يې ګڼو محروميتونو پيکه کړې دي. د هېواد د دې سيمې د اوسېدونکو د اقتصادي کمزوريو ترڅنګ،  له علم او اوسني تمدن څخه بې خبري لويې ټولنيزې نيمګړتياوې دي.

پکتيا د ديارلسو ولسواليو او ګڼو غرونو ولايت دی چې طبيعي ښکلاګانې يې ګڼو محروميتونو پيکه کړې دي. د هېواد د دې سيمې د اوسېدونکو د اقتصادي کمزوريو ترڅنګ،  له علم او اوسني تمدن څخه بې خبري لويې ټولنيزې نيمګړتياوې دي.

بشري حقونه او بيا په ځانګړي ډول د ښځو حقونه چې په وروستۍ څه باندې يوه لسيزه کې يې د هېواد د هرې سيمې په اړه انګازې او اوازې خپرېدې، پکتيا هم پکې شامل ولايت وو چې د تاوتريخوالو، زور زياتيو او کورني استبدادي ژوند په اړه يې ډېر څه له رسنيو خپاره شول.

اوس هم د دې ولايت اوسېدونکي، مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعين په دې اند دي چې د ښځو حقونو ته هسې پام نه دی شوی، څومره يې چې وړاندوينه کېده.

دوی وايي، لا هم د ښځو نږدې اتيا فيصده ستونزې په خپل حال پاتې دي او تر څنګ يې حقوقي ستونزې هم تر ډېره لا هسې دي.

مدني فعاله ډاکټر نازدانه پکتياوال همدا خبره کوي:(( د عامه پوهاوي نشت، بېسوادي، اقتصادي ستونزې او نورعلتونه دي چې ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي.))

نوموړې له اړوند ادارو د ښځو د حقونو په برخه کې د ګټورو فعاليتونو غوښتنه کوي.

دلته اکثريت ښځې د ښځو د حقونو پر مدافع بنسټونو او ادارو نيوکه لري چې ګوندې په تېر کې يې مسوولانه فعاليتونه نه لرل.

ارين هيله وايي، راتلونکی نظام بايد په هره برخه کې وړ کسان وګوماري، ترڅو اړوندې چارې په ښه ډول ترسره کړای شي.

اغلې هيله راتلونکي نظام ته د بشري حقونو، د ښځو چارو رياست او د ښځينه وو د حقوقي مدافعو ادارو کارکوونکي د وړتيا پر بنسټ غواړي: (( زموږ په راتلونکي نظام کې بايد هر څوک د وړتيا پر اساس په دنده وګومارل شي، بې فعاليته او بې وړتيا کسان دې په ادارو کې نه وي، د ښځو چارو رياست، د بشري حقونو ادارې او نورو اړوند ادارو ته دې داسې کسان راوستل شي چې په رښتيني ډول د ښځو او ماشومانو په درد خبر وي او کار وکړای شي.))

په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشر نور احمد شهيم وايي، د تېر کال په پرتله د ښځينه وو د تاوتريخوالي په برخه کې زياتې پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، د زياتو پېښو د ثبت يو علت دا هم دی چې ډېرى خلک هڅه کوي د اړتيا پر مهال عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وكړي.

شهيم زياتوي، په تېرو درې مياشتو کې د تاوتريخوالي ۵۰ پېښې په پکتيا، پکتيکا او خوست کې ثبت شوې دي چې ډېرې يې د ښځينه وو دي او د تېر کال د درې مياشتو په پرتله ۲۵ فيصده زياتوالی ښيي.

د نوموړي په خبره، هسې چې خلک وايي د ښځو په ژوند کې مثبت تغير نه دی راغلی، تر ډېره په ځای نه ده، ځکه اوس ډېر خلک هڅه کوي، د تاوتريخوالي پېښې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړي.

بشري حقونه د نړۍ په کچه يوه ننګوونکې مسئله ده، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې ورته خورا کم پام کېږي. په دې کې د ښځو او ماشومانو حقونه تر ټولو بايد مخکې ياد شي.

د افغانستان جنوب ختيځ زون د نورو په پرتله ځکه د پام وړ دی چې دلته لا هم کلتور او پښتني دودونه په خپل حال پاتې دي. په دودونو کې يې ډېر داسې دي چې د ښځو او ماشومانو حقونه پکې پايمالېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA