افغانانو د جمهوري رياست په لومړي او دوهم پړاو ټاكنو كې د دې لپاره ګډون وکړ چې په هېواد كې د كورنيو جګړو د بیا پیل د مخنیوي ترڅنګ په تېرو ۱۳ كلونو كې د افغانستان سياسي، اقتصادي او صنعتي پرمختګونه حفظ شي.
افغانانو د جمهوري رياست په لومړي او دوهم پړاو ټاكنو كې د دې لپاره ګډون وکړ چې په هېواد كې د كورنيو جګړو د بیا پیل د مخنیوي ترڅنګ په تېرو ۱۳ كلونو كې د افغانستان سياسي، اقتصادي او صنعتي پرمختګونه حفظ شي.
خو اوس چې ټاكنې په هېواد كې د كانديدانو او کمسیونونو تر منځ په ناندريو اوښتي او د خلكو د توقع خلاف ګواښونه كېږي چې افغانستان به بحران ته ولوېږي، دې چارې نه يوازې افغانان مايوسه كړي، بلكې پر سیاستوالو او ډموکراسۍ یې د خلکو باور ته سخت زیان رسولی.
په دې لړ كې كابل ښاريان چې د تېرو كورنيو جګړو او سياسي بحرانونو په ترڅ كې تر ټولو زيات تاوان ليدلی، سر او مال یې لوټ شوی دی، د هېواد راتلونكې ته سخت اندېښمن دي. دوى وايي انتخاباتي ناندريو او جنجالي شعارونو يې يو ځل بيا روحيه ځپلې او د وېرې احساس کوي.
د هېواد د نورو سيمو اوسېدونكي هم وروستيو ناندريو په تشویش کې اچولي او وايي د يو شمېر هغو كسانو لخوا چې د ځینو انتخاباتي ټيمونو له ادرسه توندې څرګندونې او حتى د وسلو د كارولو ګواښونه كوي، خلك د خپلې راتلونكې په اړه اندېښنه لري او نه غواړي چې يو ځل بيا د چا د سياسي اهدافو د جګړې اور ته ورګډ شي.
افغانان د جمهوري رياست د ټاكنو لوريو ته وړانديز كوي چې د بحران د راپورته كولو د ګواښ پر ځاى دې له اصولي لارې يو سياسي تعامل ته سره ورسېږي. د كابل ښار اوسېدونكى محمد عمر همدې ټكي ته په اشاره وايي، سياسيون دې د خپلو ګټو پر ځاى ملي منافع وسنجوي او د ملت له رایو دې د ملت د ځپلو وسیله نه جوړوي: (( كه دا ستونزې د اصولو او قوانينو له مخې په ارامه حل نه شي او بحران رامنځته شي، نو خلک به داسې و انګیري چې دغو ډلو ټپلو فقط واک، قدرت او جمهوري ریاست غوښت، نه د خلکو خدمت.))
ننګرهار مېشتى ملي سوداګر حاجي محمد ايوب هم په دې نظر دى چې كانديدان او د هغوى استازي دې ملت نه ډاروي، بلكې د ملت منافع دې په پام كې ونيسي او د انتخاباتي كمسيونونو پرېكړې ته دې انتظار وباسي.
دى دا خبره ځكه كوي چې په وينا يې په دې وروستيو كې د ټاكنو د نتايجو ځنډ خلك د خپلو سرمايو او ژوند د خونديتوب په اړه سخت اندېښمن كړي دي: (( د كانديدانو او د هغوی د ځینو پلویانو وروستيو ګواښونو هر څه په ټپه درولي، ځینې داسې پانګه وال هم پېژنم چې سر له اوسه د خپلو پانګو د بیرته ايستلو په فكر كې دي. كه كانديدان همدا غواړي چې ملت او هېواد بېرته په شاتګ وكړي، نو بحران دې راپورته كړي، خو هېڅوك به يې په خوا كې ونه درېږي.))
د كابل ښار دوكاندار محمد عزيز هم له دې كبله زړه خوري چې كه د جمهوري رياست نوماندان رښتيا هم د يو بحران د راولاړولو په فكر كې وي، نو دى به خپلو بچيانو او كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ له كومه پيدا كوي؟
دى وايي، د بحران تر شا او د مخه عواقب ډېر خراب دي، ځكه سر له اوسه يوې ناڅرګندې وېرې حتى د ده كوچنۍ دوكانداري هم اغېزمنه كړې ده: ((که موجوده ستونزې ډېرې شي؛ زما کورنۍ به وږې پاتې شي، ځکه زما کاروبار به زیانمن شي، دا وضعه د خلکو اقتصاد ته ډېر زیان رسوي.))
د هېواد يو شمېر ځوانان او محصلين هم د رقیبو اړخونو له وروستيو سختو دريځونو څخه د راپورته كېدونكي بحران وېرې اندېښمن كړي او وايي، په زياتره پوهنتونونو كې سر له اوسه محصلين په ډلو ويشل شوي دي.
خوشال جواد د ننګرهار پوهنتون محصل دى او په دې خپه دى چې وروستيو سياسي سنګرنیونو محصلين هم تر اغېزې لاندې راوستي دي: (( د هر بحران په لومړي سر كې محصلين ځپل كېږي، خداى دې نه كړي چې دا ځل بحران راپورته او يو ځل بيا يې د قربانيانو پيل له محصلينو وشي، موږ همدې ټكي ته سخت خپه يوو، خو ګڼ محصلين داسې هم ليدل كېږي چې بحران راپورته كوونكو ته به اجازه ورنه كړي. دا ځل به يوه ډله بحران پنځوونكې او بله به يې ځپونكې وي. خو بربادي به يې بيا هم د افغانستان په برخه وي چې هېڅوك يې هم نه غواړي.))
خوشال جواد هم پر انتخاباتي ټيمونو او انتخاباتي كمسيونونو غږ كوي چې د خلكو له رایو سره لوبې ونه کړي او پیدا شویو انتخاباتې ستونزو ته باید له تاوتریخوالي او ډاروونکو څرګندونو پرته د حل یوه مناسبه لاره وموندل شي.
اوس داسې ښکاري چې ګواکې کاندیدانو دې د خلکو دغې غوښتنې ته لبیک ویلی وي، ځکه د جمهوري ریاست د نوماند، ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلې ویلي چې نوموړی به د ټاکنو په تړاو د اوسني کړکېچ د ختمولو لپاره له خپل سیال عبدالله عبدالله سره مخامخ لیدنه کوي. د ډاکټر اشرف غني د ټاکنیزې ډلې یوه ویاند، عباس نویان، بي بي سي ته ویلي چې د دواړو لوریو له خوا به یو ګډ پلاوی د دې لیدنې لپاره ځای او نېټه ټاکي.
له بل لوري د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې بیا د جمهوري ریاست د ټاکنو د بن بست لپاره د حل لارې د موندلو په برخه کې د ملګرو ملتونو او جمهوري ریاست د وساطت هرکلی کړی دی.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند مجیب رحیمي ویلي دا احتمالي لیدنه د هغو خبرو پایله ده چې تېره سه شنبې د ښاغلي اشرف غني او د ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني ترمنځ ترسره شوې. خو بل لور ته د ډاکټر اشرف غني د ډلې یوه ویاند ویلي، دا لیدنه د دې لپاره نه ترسره کېـږي چې کوم ایتلافي حکومت دې رامنځته شي. بلکې د دوی هدف دا دی چې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره دواړه خواوې پر یوه تګلاره سره سلا شي.
همدارنګه د ښاغلي عبدالله د ډلې ویاند ویلي، دوی د دې لپاره له خپلې سیالې ډلې سره ویني ترڅو د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو موضع روښانه شي.
د ټاكنو د پایلو په رابطه د سياسي بحران اندېښنې وروسته له هغه زياتې شوې چې د ډاکټر صاحب عبدالله عبداله ټیم د انتخاباتو له کمسیونونو سره پرېکون وکړ او د پراخې درغلۍ د راپورونو ترڅنګ یې په ځینو ولایتونو کې د درېیم ځل لپاره د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه، هغه څه چې نه د ډاکټرصاحب اشرف غني ټیم ورسره موافق دی او نه د ټاکنو کمسیون ورته لبیک ویلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


