په هلمند ولایت کې د څو ورځنۍ جګړې په ترڅ کې په سلګونو ملکیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول. ویل کېږي په دې جګړه کې د کورنیو طالبانو ترڅنګ بهرني طالبان هم برخه لري او دغه جګړه له بهر څخه رهبري کيږي. لوړپوړي افغان چارواکي د دې پیل شوې جګړې په اړه په دې نظر دي
په هلمند ولایت کې د څو ورځنۍ جګړې په ترڅ کې په سلګونو ملکیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول. ویل کېږي په دې جګړه کې د کورنیو طالبانو ترڅنګ بهرني طالبان هم برخه لري او دغه جګړه له بهر څخه رهبري کيږي. لوړپوړي افغان چارواکي د دې پیل شوې جګړې په اړه په دې نظر دي چې دا د پرديو له خوا د افغانستان د کمزوري کولو او د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو د ګټو د خوندي کولو په خاطر پیل شوې ده.
که څه هم اوس دغه جګړه کابو شوې او افغان ځواکونو هغه سیمې بېرته نيولي چې د لنډ مهال لپاره د دولت د مخالفو وسله والو په لاس کې وې، خو اندېښمنوونکې خبره په کې دا وه چې دا جګړه داسې مهال پیل شوه چې په کابل کې د واک ترلاسه کولو لپاره ناندریو زور اخستی او تر ډېره ټوله توجه دغې مسالې ته اوښتې ښکاري.
جمهور رییس حامد کرزي د هلمند وروستۍ جګړه د پرديو هېوادونو د يوې پراخې طرحې يوه برخه بللې، چې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره پیل شوې ده.
دغه جګړه یا تېری چې له کابو لسو ورځو راپدېخوا په سنګين ولسوالۍ کې پيل شوې، سلګونو وسله والو مخالفينو، امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمه ییزو امنیتي چارواکو په وینا، په دې نښتو کې څه د پاسه۴۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وړمه چهارشنبه چې پاکستان ته د افغانستان د امنیتي سلاکار سفر په نظر کې و، يو ناڅاپه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې جګړه ونښته او یادې ولسوالۍ ظاهرا د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس سقوط وکړ او ورپسې د یادې ولسوالۍ د نږدې نورو درې ولسواليو د سقوط اندېښنه خپره شوه.
د هلمند والي وويل چې په دغه جګړه کې اته سوه د دولت ضد مخالفان برخه لري چې ډېری يې پنجابيان او نور بهرني اتباع دي. والي دا هم ویلي وو چې د سنګین جګړه د ای اس ای د مامورانو له خوا رهبري کېږي. دا د افغانانو لپاره ځکه د اندېښنې مساله وه چې په دومره پراخه کچه وسله والو د دولت ضد هڅې نه وې کړې او يوازې پر چریکي هڅو يې ډېر زور اچولی و.
د سنګین ولسوالۍ له سقوط سره دا هیله موجوده وه چې تر ډېره پورې به دا ولسوالي د دولت مخالفانو په لاس کې نه پاتې کېږي، هماغسې هم وشوه او افغان ځواکونو د قربانيو په زغملو سره هغه بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته. ویل کېږي چې د دولت مخالفانو او د پنجابي او نورو بهرنیو جګړه مارو مړي په ميدان کې پاتې دي او افغان ځواکونه دم ګړۍ په سنګین او په نورو نږدې ولسوالیو کې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره په تصفيوي عملیاتو بوخت دي.
اوس چې پاکستان د وزیرستان پر تصفيې لګیا دی او په زرګونه کورنۍ له دغې سیمې د جګړې له وېرې افغانستان ته رااوښتي، دغه هیواد باید په رښتني توګه د نوې ایجادې شوې کمېټې له لارې د ترهګرۍ پر ضد له افغانستان سره خپلې هڅې شریکې کړي او د خپلو تېرو ژمنو په څير عمل ونه کړي چې هم د افغانستان او هم د پاکستان په ضرر وي.
بلخوا کرزي يو ځل بيا پر هغو طالبانو چې افغانان او د دې خاورې بچيان دي، غږ کوي چې د پرديو د لاس اله ونه ګرځي، د پرديو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تېره د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل نه شي او د څو پوځي پوستو د نيولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.
د فراه، نیمروز او هلمند قومي مشرانو هم د هلمند پر وروستیو جګړو اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې زیانمن شویو خلکو ته د ژر تر ژره مرستو د رسولو هدایت وکړي.
د ویلو ده چې د دې جګړې له کبله یو زیات شمیر کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوې هم دي. خو لکه څنګه چې د بدخشان ولایت د ارګو د زلزله ځپلو او د یو شمیر نورو ولایتونو د سیلاب ځپلو لپاره د مرستو نارې سورې وې، دې مهاجرو او جګړه ځپلو ته تر اوسه هیچا هم د مرستې غوښتنه نه ده کړې، په داسې حال کې چې د روژې په میاشت کې دوی له خپلو کورونو او مینو څخه مهاجر شوي او په ډیر ناوړه وضعیت کې دي.
د ملکي وګړو وژنه نور نو په يوه غميزه بدلېدونکې ده او د افغانانو له زغمه وتلې ده. د افغانستان په روان حالت کې عادي افغانان د جګړې د دواړو خواوو د اور په منځ کې ایسار پاتې دي. هم د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نښه ګرځول کېږي او هم د طالبانو په بمي او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي. خو څوک نشته، چې پوښتنه یې وکړي. ډېری دغه قربانیان بیا ښځې او ماشومان دي، چې په هيڅ يوې ډلې پورې هم تړلي نه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

