ads

تخار كې د ۵۲ كليو متره سړك د پخولو چارې پيل شوې

د تخار ولايت په مركز تالقانو كې د ۵۲ كيلو متره سړك د پخولو چارې پيل شوې. د فوايد عامې وزارت استازي او د يادې پروژې نظارت كوونكي انجينير محمد حليم كليد ته وويل، دغه سړك د څه باندې ۱۲ ميليونه ډالرو په لګښت د فوايد د تخار ولايت په مركز تالقانو كې د ۵۲ […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1393

د تخار ولايت په مركز تالقانو كې د ۵۲ كيلو متره سړك د پخولو چارې پيل شوې. د فوايد عامې وزارت استازي او د يادې پروژې نظارت كوونكي انجينير محمد حليم كليد ته وويل، دغه سړك د څه باندې ۱۲ ميليونه ډالرو په لګښت د فوايد

د تخار ولايت په مركز تالقانو كې د ۵۲ كيلو متره سړك د پخولو چارې پيل شوې.

د فوايد عامې وزارت استازي او د يادې پروژې نظارت كوونكي انجينير محمد حليم كليد ته وويل، دغه سړك د څه باندې ۱۲ ميليونه ډالرو په لګښت د فوايد عامې وزارت په مالي مرسته جوړېږي، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو دوو كالو كې بشپړې شي.

د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي د يادې پروژې ستاينه وكړه او زياته يې كړه، چې بايد د پخولو چارې يې له پلان سره سمې پر مخ يوړل شي.

ابراهيمي زياته كړه، په دې پار يې د ښاروالۍ، فوايد عامې او خصوصي سكتور لخوا يو نظارتي ټيم جوړ كړى، چې تل به له دې پروژې نظارت كوي.

په ورته وخت كې د تخار ولايت اوسېدونكي د بيارغونې له كارونو خوښ دي او له چارواكو غواړي چي د سړكونو په كيفيت باندې بايد جدي نظارت وكړي.

د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي چي له دې مخكې له ډېرى ستونزو سره لاس او ګريوان وو، چې د دې سرك په جوړېدو سره به د څه د باندې يو ميليون اوسېدونكو ستونزې حل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA