ads

پر كوكنارو بنديز لوږه او ناامني زېږولې

د افغانستان د تحقيق او ارزيابۍ ادارې (اې، ار، اي، يو) وروستۍ موندنې ښيي چې د هېواد په يو شمېر سيمو كې د كوكنارو پر كښت حكومتي بنديز سبب شوى چې خلك په بې وزلۍ كې ژوند وكړي او له دې سره جوخت په دغو سيمو كې ناامنۍ ته لار اواره شي. د افغانستان د […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1393

د افغانستان د تحقيق او ارزيابۍ ادارې (اې، ار، اي، يو) وروستۍ موندنې ښيي چې د هېواد په يو شمېر سيمو كې د كوكنارو پر كښت حكومتي بنديز سبب شوى چې خلك په بې وزلۍ كې ژوند وكړي او له دې سره جوخت په دغو سيمو كې ناامنۍ ته لار اواره شي.

د افغانستان د تحقيق او ارزيابۍ ادارې (اې، ار، اي، يو) وروستۍ موندنې ښيي چې د هېواد په يو شمېر سيمو كې د كوكنارو پر كښت حكومتي بنديز سبب شوى چې خلك په بې وزلۍ كې ژوند وكړي او له دې سره جوخت په دغو سيمو كې ناامنۍ ته لار اواره شي.

دغې ادارې كليد ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه كې ويلي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پايلې په زياتره سيمو كې چې كوكنار په كې كرل كېږي د سرچينو د تخصيص، د ټولنيزو اړيكو د تاريخچې او په سيمه كې د قدرت د وېش د  ډول له مخې  ورته نه دي، نو له دې كبله په ځينو لرې پرتو سيمو كې د كوكنارو پر كښت بنديز د خلكو د بې وزلۍ سبب شوى دی: (( په ګڼو ځايونو كې د كوكنارو بنديز د خلكو په ژوند كم اقتصادي اغېز كړى، خو په ځينو سيمو كې دا كچه بیخي لوړه ده، په دغسې سيمو كې د كوكنارو بندول د خلكو بې وزلۍ، د سيمې د سياسي حالت ګډوډۍ او پراخې ناامنۍ ته لار اواره كړې او نوي مشكلات يې راپورته كړې دي.))

د تحقيق او ارزيابۍ اداره ټينګار كوي چې په ځېنو كليوالي سيمو كې نا امنۍ د ترياكو له كښت او توليد سره كومه اړيكه نه لري، بلكې دغه نا امنۍ د ترياكو پر ضد د دولت د مبارزې او په عين حال كې د دولت له پلوه خلكو ته د اقتصادي مصوونيت د زمينې نه برابرولو او نورو پالیسيو په نتيجه كې رامنځته كېږي.

ياده اداره په خپله سروې كې دا ټكى نه ردوي چې ګواكې د كوكنارو د كښت ټوله يا يوه لويه برخه ګټه د دولت مخالفو ډلو ته رسېږي، خو وايي د هېواد په يو شمېر سيمو كې پر كوكنارو بنديز تر دې لا ډېرې ستونزې زېږولې دي.

د تحقيق او ارزيابۍ ادارې د يو ژورنالست ډيويډ منسفيلډ لخوا چمتو شوي دغه څېړنيز راپور كې راغلي چې (( د پلان او پاليسۍ جوړوونكو لپاره دا ډېر اسانه ده چې د كوكنارو د كښت پړه د طالبانو پر غاړه ور واچوي او استدلال وکړي چې د دولت مخالف وسله وال، بزګران د كوكنارو كښت ته هڅوي څو خپلې اقتصادي ګټې له دې لارې تامين كړي)).

خو ډيويډ منسفيلډ په خپل راپور كې دا خبره ردوي او وايي: (( د كوكنارو د كښت په اړه ټولې څېړنې دا په ډاګه كوي چې د يو شمېر سيمو اكثره خلك په يو وخت هم په خپله ساحه كې د دولت د رغونې د كارونو ملاتړي او هم له مخالفو ډلو سره د دې لپاره اړيكې پالي چې هلته د دولتي ځواكونو حضور كم شي او دوى ته د كوكنارو د كښت زمينه برابره شي.))

منسفيلډ دا مسئله بيخي جدي څېړلې او وايي دغه حالت په ځېنو ځايونو كې سياسي وضعيت سخت پېچلى كړى دى: (( پرته له دې چې دولت يا مخالفين په كې دخيل شي، كليوال خلك د سياسي عواملو په توګه په خپلو ساحو كې  داسې عمل كوي چې يوازې خپلې ګټې وساتي او لاسرسى ورته ولري.))

د تحقيق او ارزيابۍ اداره د خپل راپور په پاى كې وايي، د دوى څېړنه په دې معنی نه ده چې دولت بايد د كوكنارو د مخنيوي په برخه كې هلې ځلې په ټپه ودروي، بلكې د يادې ادارې په وينا په هلمند او ننګرهار كې د دوى څېړنو ښودلې چې هلته د كوكنارو كښت د مخنيوي لپاره بايد نورې لارې چارې هم وسنجول شي، كه نه نو په دغو سيمو كې د كوكنارو پر ضد اوسنى دولتي دريځ ستونزې لوړولى شي.

ياده اداره ټينګار كوي چې دولت بايد د كوكنارو د كښت د بدو پايلو او عواملو په اړه جدي او ژوره څېړنه وكړي او د هماغې څېړنې د تحليل له مخې پالېسۍ رامنځته كړي.

د يادونې ده چې د افغانستان د تحقيق او ارزيابۍ اداره په كابل كې د يو څېړنيز بنسټ په توګه كار كوي. دغه اداره دنده لري چې د سياستونو او فعاليتونو د اغېزمنتيا په اړه له پاليسۍ سره سمې كره څېړنې وكړي او د نويو لارو چارو تر څنګ او د لاسته راغلو نتايجو په رڼا كې، نوې لارې چارې وسنجوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA