ads

“افغاني غالۍ ډېر مينه وال لري”

زینب توکلي د هرات ولايت د برادران توكلي د غالۍ اوبدلو شركت مسووله ده چې د كليو او پراختيا وزارت له لوري د هېواد له ولايتونو څخه د سوداګرو ښځو لپاره په جوړ شوي نندارتون كې يې ګډون كړى وو. زینب توکلي د هرات ولايت د برادران توكلي د غالۍ اوبدلو شركت مسووله ده چې […]

نویسنده: TKG
9 چنګاښ 1393
“افغاني غالۍ ډېر مينه وال لري”

زینب توکلي د هرات ولايت د برادران توكلي د غالۍ اوبدلو شركت مسووله ده چې د كليو او پراختيا وزارت له لوري د هېواد له ولايتونو څخه د سوداګرو ښځو لپاره په جوړ شوي نندارتون كې يې ګډون كړى وو.

زینب توکلي د هرات ولايت د برادران توكلي د غالۍ اوبدلو شركت مسووله ده چې د كليو او پراختيا وزارت له لوري د هېواد له ولايتونو څخه د سوداګرو ښځو لپاره په جوړ شوي نندارتون كې يې ګډون كړى وو.

نوموړې وايي، دا شركت يې د خپل مېړه په مرسته جوړ كړى او شاوخوا ۶۰۰ تنه ښځې ورسره په كار بوختې دي چې ډېرى ښځې د غاليو د اوبدلو او رنګ امېزۍ په برخه كې كار كوي.

د هغې په خبره، د خپل شركت له لوري يې د هرات ولايت ښځينه محبس ته هم د غالۍ اوبدلو كارګاوې وړي او كومې ښځې چې بيا له زندان څخه خوشې شوي، په خپلو كورونو كې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي.

زينب وايي، له وړكتوب څخه يې له غالۍ اوبدلو سره علاقه وه او لس كاله كېږي چې دا شركت پر مخ وړي: (( زيات شمېر ښځو ته مې د غاليو اوبدل زده كړي چې ډېرې يې بې سرپرسته ښځې دي او دې كار ورته ډېره ګټه رسولې ده.))

نوموړې زياتوي، د هر متر مربع غالۍ اوبدلو په بدل كې خپلو كار ګرانو ته مزد وركوي چې هغه هم د غالۍ په كيفيت پورې اړه لري او كارګران هم له دوه نيمو څخه تر څلور زره افغانيو پورې مزد اخلي: (( يوه څلور متره غالۍ د څلورو مياشو په موده كې اوبدل كېږي.))

د زينب په وينا، د هرات ولايت ښځې په زياتو برخو كې په كار بوختې دي، خو عمده كارونه يې د ورېښمو اوبدل، دغاليو اوبدل او د زعفرانو ټولول او خرڅلاو دى.

هغه زياتوي چې شركت يې په زياتو كورنيو او بهرنيو نندارتونونو كې ګډون كړى، ځكه چې  افغانۍ غالۍ  ډېر مينه وال لري او ډېرى امريكايي او اروپايي هېوادونه يې له دې كبله خوښوي چې ښه رنګونه او ډيزاينونه لري.

نوموړې وايي چې په هرات ولايت كې د ښځو د فعاليتونو او پرمختګ لپاره ډېر كارونه شته، خو ښځې اقتصادي ملاتړ نه لري: (( كوم بنسټ هم له هغوى سره د مرستې لپاره مثبت كار نه كوي، پخپله ما هم څو څو ځلې له اړوندو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه كړې خو غږ مې بې ځوابه پاتې شوى او اوس د خپل زيار په پايله كې په خپلو پښو درېدلې يم.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA