امريكا په افغانستان كې د ترهګرۍ پروړاندې خپلې مبارزې ته ادامه وركوي. دغه څرګندونې پرون ناوخته د امريكا د بهرنيو چارو وزي جان كري د بلجيم په بروکسل ښار کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته د يوې خبري
امريكا په افغانستان كې د ترهګرۍ پروړاندې خپلې مبارزې ته ادامه وركوي.
دغه څرګندونې پرون ناوخته د امريكا د بهرنيو چارو وزي جان كري د بلجيم په بروکسل ښار کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو له ايساف همکارانو سره يو ځاى په افغانستان کې د ايساف د ماموريت په پاى ته رسولو او د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې د نوي ماموريت په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې دوى به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوي.
جان کري زياته کړه، چې دوى به د افغانانو او نړيوالې ټولنې له خوا هغه لاسته راوړنې وساتي چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې ترلاسه کړې دي.
د هغه په وينا، ناټو او همکاران به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانانو سره څنګ په څنګ نوى ماموريت ترسره کوي.
جان کري د ناټو سازمان په اړه وويل چې له تېرو شاوخوا شپږو لسيزو راهيسې فعاليت کوي او وړتياوې يې ورځ تر بلې زياتېږي او له ټولو امنيتي ګواښونو سره يې په ښه توګه مقابله کړې ده.
نوموړى وايي چې د ناټو او ايساف همکارو ٥٠ هېوادونو له تېرو ١٢ کلونو راهيسې په افغانستان کې سره يو ځاى شوي وو او په ګډه يې فعاليت ترسره کاوه.
د يادونې ده، تر ٢٠١٤ کال وروسته ناټو په هغه صورت کې په افغانستان کې خپل نوى ماموريت پيلوي، چې افغان حکومت له ناټو او امريکا سره امنيتي سندونه لاسليک کړي.
د ناټو سرمنشي پرون وويل ، که چېرې دغه سندونه لاسليک نه شي، دوى خپل نوى ماموريت نه پيلوي، خو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ژمنې کړې چې د بريا په صورت کې به له ناټو او امريکا سره امنيتي سندونه لاسليک کړي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما لا د مخه اعلان کړى، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د امنيتي سندونو د لاسليک په صورت کې به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي چې ٨٠٠٠ زره به يې د ناټو په نوي ماموريت کې دنده ترسره کوي او پاتې ١٨٠٠ به يې د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

