د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د پاکستان له صدراعظم ميا نوازشريف سره ليدلي دي. پژواك د پاکستان د دولتي راډيو د خبر له مخې ليكلي، چې وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا نن سهار په يوه رسمي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د پاکستان له صدراعظم ميا نوازشريف سره ليدلي دي.
پژواك د پاکستان د دولتي راډيو د خبر له مخې ليكلي، چې وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا نن سهار په يوه رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ډاکټر سپنتا نن له غرمې مخکې د پاکستان له لومړي وزير ميا نواز شريف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه يې خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت او بهرنو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز، د بهرنيو چارو بل سلاکار طارق فاطمي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عتيق الله عاطفمل او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير هم ګډون درلود.
که څه هم په ياد راپور کې د دې ليدنې نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو کتونکي وايي چې د دغه سفر او ليدنو کتنو اصلي موخه د شمالي وزيرستان عمليات دي.
د يادونې ده، په شمالي وزيرستان کې د پاکستان له خوا د عملياتو تر پيلېدو وروسته د پاکستان لومړي وزير دوه ځلې له ولسمشر کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې او غوښتنه يې کړې، چې افغانستان ته د پاکستاني وسله والو د داخلېدو مخه بايد ونيول شي.
د دغو عملياتو له پيل راهيسې يو پاکستانى پلاوى کابل ته هم راغلى او د دغو عملياتو په اړه يې له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې موافقه وشوه، چې يو افغان پلاوى هم ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي او د سپنتا سفر د دې لړۍ يوه کړۍ ده.
بلخوا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى يان کوبيش پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته د پاکستان او افغانستان د وروستيو اړيکو او اسلام اباد ته د ډاکتر سپنتا د ننني سفر په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه سفر کې ملکي او پوځي چارواکي له ډاکتر سپنتا سره ملتيا کوي او د نورو موضوعاتو تر څنګ به له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې هم خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان د وروستيو اړيکو هرکلى کړى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کونړ د بريدونو په اړه اړيکې ترينګلې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


