په پکتيا ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د بنسټ ډبره يې نن د ځايي حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او سوداګرو له لورې کېښودل شوه.
په پکتيا ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د بنسټ ډبره يې نن د ځايي حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او سوداګرو له لورې کېښودل شوه.
د دې ودانۍ د جوړېدو لګښت لس ميلونه او اوه سوه زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مرکزي ادارې له لورې ورکول کېږي.
ډاکتر محمد نصير علميار چې په پکتيا کې د يادې ادارې رييس دی، وايي د ودانۍ له جوړېدو سره به يې ګڼې ستونزې هوارې شي.
د ده په وينا، دغه ودانۍ به د انټرنيټ اسانتيا وې، د مېلمنو لپاره ځانګړې خونه، تالار او نورې اسانتياوې ولري شي.
بلخوا سوداګر هم خوښ دي، چې په ولايت کې يې يو داسې ودانۍ جوړېږي، چې د اداري خونو تر څنګ به د غونډو تالار، د نندارتون ځانګړې خونه او د بهرنيو سوداګرو لپاره مېلمستون ولري.
د پکتيا سوداګر او صنعتکاران ځيني ستونزې هم يادوي، چې د دوی د پرمختګونو مخه يې ډب کړې.
غلام مرجان په دې ودانۍ خوښ دی، خو وايي، د مڼو لپاره مناسب بازار نه لري.
د غلام مرجان تر څنګ ځينې نور سوداګر هم ورته ستونزې يادوي.
دلته د سوداګرو او صنعتکارانو پر وړاندې د توليداتو لپاره د ځانګړي ځای تشه، د برېښنا نشتوالی، د امنيت ترينګلتيا او د ترانزيټ په برخه کې شته ستونزې د يادونې وړ دي، چې سوداګر، شتمن او صنعتکاران يې د پرمختګونو په وړاندې خنډونه يادوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


