د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ ولايتي سيالۍ د پكتيا ولايتي لوبډلې په برياليتوب سره پاى ته ورسېدې. د دې پنځوس اوريزو لوبو پايلوبه تېره ورځ د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې ترسره شوه.
د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ ولايتي سيالۍ د پكتيا ولايتي لوبډلې په برياليتوب سره پاى ته ورسېدې.
د دې پنځوس اوريزو لوبو پايلوبه تېره ورځ د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د پكتيا لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ننګرهار لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پكتيا ته د ۲۱۷ منډو هدف وركړ، خو د پكتيا لوبډلې وكولاى شول، چې وركړل شوى هدف د لوبې په نهه څلوېښتم اوور كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړي او لوبه وګټي.
د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ ولايتي سياليو كې د هېواد د ١٢ ولايتونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

