د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د درېيو پروژو د عملي کېدو چارې پيل شوې. د دې ولايت د والي وياند عبدالواحد صديقي وايي، په دې پروژو کې د يوه روغتيايي کلينيک او د ويالو او كانالونو پاكولو كارونه پيل شول، چې لګښت يې په
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د درېيو پروژو د عملي کېدو چارې پيل شوې.
د دې ولايت د والي وياند عبدالواحد صديقي وايي، په دې پروژو کې د يوه روغتيايي کلينيک او د ويالو او كانالونو پاكولو كارونه پيل شول، چې لګښت يې په بګرام کې د امريکايي ځواکونه لخوا ورکړل شوى دى.
صديقي همداراز وايي، په راتلونکي كې به په بګرام ولسوالۍ کې د يادو بهرنيو ځواکونو په مرسته د ځينو ښوونځيو او کلينيکونو د جوړېدو چارې هم پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


