ads

ننګرهار لوبډلې پايلوبې ته لاره وكړه

د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ د ولايتي سياليو په ترڅ کې تېره ورځ د ننګرهار ولايتي لوبډلې په دويمه نيمه پايلوبه كې لغمان ته په ماتې وركولو سره د دې سياليو پايلوبې ته لاره پيدا كړه.     د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ د ولايتي […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1393
ننګرهار لوبډلې پايلوبې ته لاره وكړه

د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ د ولايتي سياليو په ترڅ کې تېره ورځ د ننګرهار ولايتي لوبډلې په دويمه نيمه پايلوبه كې لغمان ته په ماتې وركولو سره د دې سياليو پايلوبې ته لاره پيدا كړه.

 


 

د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ د ولايتي سياليو په ترڅ کې تېره ورځ د ننګرهار ولايتي لوبډلې په دويمه نيمه پايلوبه كې لغمان ته په ماتې وركولو سره د دې سياليو پايلوبې ته لاره پيدا كړه.

د دې لوبې پچه د لغمان لوبډلې وګټله او په ټاكل شويو ۴۵ اورونو كې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۶۷ منډې هدف وركړ.

د ننګرهار لوبډلې ياد هدف د لوبې په پنځه څلوېښتم اوور كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره كړ او پايلوبې ته يې لاره پيدا كړه.

د ننګرهار لوبډله به د راتلونكې سه شنبې په ورځ په پايلوبه كې د پكتيا له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د “بابای ملت غوره ليګ جام” په نوم د کرکټ  ولايتي سياليو د هېواد د ١٢ ولايتونو لوبډلې برخه اخيستې وه، چې اوس يې دوه لوبډلې پايلوبې ته وتلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA